1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: پاکستاني سوالگرو ورځنی ژوند تريخ کړی

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د مزارشريف خلک په خپل ښار کي د پاکستاني سوالگرو له ډيريښت څخه سر ټکوي. د هغوی په خبره، يو خو سوالگرو روغتيايي ستونزي زيږولي او بل د امنيت د خرابيدو عامل کيدای سي. ويل کيږي چي په هغه ښار کي تر ۳۰۰ پوري پاکستاني سوالگر سته

https://p.dw.com/p/11oz2
پاکستاني سوالگر
پاکستاني سوالگرانځور: DW

په مزارشريف ښار کي د افغاني سوالګرو تر څنګ د پاکستاني سوالګرو ډيرښت، ښاريان له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د مزارشريف اوسيدنکي وايي دغه سوالګر نه يوازي داچي ټولنيزي ستونزي زيږوي، بلکي داسي بيره سته چي د امنيت د خرابيدو سبب هم وګرځي.

« پاکستاني سوالګر ډيرسوي لکه څنګه چي دسيمي ګاونډي هيوادونه زموږ د هيواد د امنيت له پاره خنډ دي داسي ويره سته چي له دغو سولګرو نه د امنيت په خراب والي کي استفاده وسي.»

د ددغه ښار يو بل اوسيدنکی وايي: « موږ په خپله وږي يو، خپل سوالګر نسو مړولای او س د بل هيواد څخه هم ته راځي، دولت يې بايد مخنيوی وکړي.»

«د نورو خطرونو ترڅنګ داسي ويره سته چي مزارښاريانوته د ځينو ناروغيو د سرايت سبب هم وګرځي»
«د نورو خطرونو ترڅنګ داسي ويره سته چي مزارښاريانوته د ځينو ناروغيو د سرايت سبب هم وګرځي»انځور: DW

له بلي خوا د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسؤلين هم په دې برخه کي اند ښمن دي، دوی وايي دغو سوالګرو نه يوازي، ټولنيزي ستونزي زيږولي، بلکي د نورو خطرونو ترڅنګ داسي ويره سته چي مزارښاريانوته د ځينو ناروغيو د سرايت سبب هم وګرځي.

ددغه رياست مشره ګلالي هوتګ وايي، دوی ددې ستونزي د مخنيو په برخه کي هلي ځلي پيل کړي، خو تر دمګړی يې پايلي ندي څرګندي: « په رښتيا هم دا يوه لويه ستونزه ده، موږ په دې موخه د کډوالو او راستنيدونکي ادارې سره اړيکي نيولي او هم مو د بلخ ولايت د بهرنيو چارو رياست له لاري په مزارشريف کي د پاکستان قونسلګري ته يو مکتوب استولی خو تر دمګری مو د مکتوب کو جواب ندی تر لاسه کړی .»

مېرمن هوتګ ددغي ستونزي بل لوی عامل د سرحدي سيمو خلاص والی په ګوته کوي او د دولت څخه غواړي تر څو تر هرڅه دمخه د سرحدونو د ټنګښت په برخه کي ډيره پاملرنه وکړي.

پاکستاني سوالگر
پاکستاني سوالگرانځور: DW

د مزارشريف پر واټونو د سل ګونو افغاني سوالګرو ترڅنګ تر ۳۰۰ ډير پاکستا ني سوالګر هم ليدل کيږي، چي مېرمني، ماشومان او نارينه دي. دغه سوالګر په داسي حال کي چي لڅي پښې، زړې او شليدلي جامې پرغاړه وي، د ترافيکو په وړاندي هم خنډ ګرځي.

کله چي د ترافيکي اشارو د سره څراغ په لګيدو سره نقليه وسايط ودريږي، دوی په ډله ييزه توګه د موټرو دروازو ته وردانگي، په عذر او زاريو سره ، ترهغه وخته د موټر د دروازې څخه نه ليري کيږي تر څو پيسې يې نه وي تر لاسه کړي.

پاکستاني سوالګرنه يوازي داچي په مزاشريف کي، بلکي د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په نورو غټو ښارونو کي هم ليدل کيږي، چي دولت ددې ټولنيزي ستونزي په هواري کي پاتي راغلی.

دا په داسي حال کي ده، چي د ملگرو ملتونو د يو راپور له مخه افغانستان په نړۍ کي تر ټولو خوار هيواد په گوته سوی او په سلو کي ۹۰ وگړي يې د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي.