1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: د مرستندویه موسسې نهه کارکوونکي وژل شوي

فرانس پرس/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د یوې چکي مرستندویه موسسې نهه افغان کارکوونکي د سه شنبې په سهار وختي په خپل میلمستون کې وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې اته سړي او یوه ښځه هم شامله ده.

https://p.dw.com/p/1FaSz
انځور: DW

د بلخ د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق قادري، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې په دغو وژل شوو کسانو کې د یوې ښځې په شمول اووه تنه مرستندویه کارکوونکي او دوه تنه ساتونکي شامل دي.» نوموړې د دغه برید پړه پر طالبانو وراچولې ده.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه کسان د (PIN) په نامه د چک جمهوریت د مرستندویه ټولنې کارکوونکي وو. دغه اداره له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.

د نوموړې موسسې یوه تن کارکوونکي د نوم د نه ښوولو په شرط د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «له بده مرغه تیره شپه نامعلومو وسله کسانو په زارع ولسوالۍ کې زموږ پر میلمستون برید کړی دی او زموږ نهه تنه کارکوونکي یې شهیدان کړي دي.»

لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي، خو دغه برید په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې د حکومت له لوري د سولې خبرو اترو د پیلیدو د مکرر وړاندیز سره سره، وسله والو طالبانو خپلو پسرلنیو عملیاتو ته زور ورکړی دی.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې که څه هم طالبان په خپله پالیسۍ کې پر بشري مرستندویه کارکوونکو باندې بریدونه ردوي، خو په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکي توگه د بهرنیو مرستندویه ټولنو کارکوونکي تر بریدونو لاندې راځي.

دغه وروستی برید په کابل کې پر یوه میلمستون باندې د برید یوه اوونۍ وروسته تر سره کیږي چې د نهو بهرنیانو په شمول په کې ۱۴ تنه وژل شوي وو. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

د سولې خبرو اترو میز ته د طالبانو د راوستلو له پاره حکومتي هڅو تر اوسه کومه خاصه پایله نه ده لرلې. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې نمایندگۍ «یوناما» د معلوماتو له مخې په بریدونو کې زیاتوالی د ډیری ملکي افغانانو د مرگ ژوبلې سبب گرځیدلی دی. د دغې ادارې په وینا د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملکي کسانو مرگ ژوبله د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه لوړه شوې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر حکومت باندې له دې کبله نیوکې کیږي، چې د یاغیانو د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. انتقاد کوونکي د حکومت دننه سیاسي ترینگلتیا او د دفاع د مهم وزارت له پاره د نوماند ځنډ ته اشاره کوي.

څه موده وړاندې اشرف غني، د سولي د عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی د دفاع وزیر په توگه ونوماوه. دغه پوست د محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، تر منځ د اختلاف له کبله د څو میاشتو راهیسې خالي پاتې وو.