1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاریا د مهاجرینو د څار له پاره له ډرون کار اخلي

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

بلغاریا غواړي چې د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې د مبارزې او له ترکیې سره د خپلو پولو د ساتنې له پاره ځواکونه لا ډیر کړي او په راتلونکې کې به د څار له تخینک څخه ډیر کار واخیستل شي.

https://p.dw.com/p/2iQTb
Bulgarien Grenze Grenzsoldaten
انځور: picture-alliance/dpa/V. Donev

د بلغاریا دفاع وزیر کارسیمیر کارکاچانوف له آلمانۍ ورځپاڼې «ډي ویلټ» سره په یوه مرکه وویل چې له ترکیې سره به د بلغاریا پوله په پنځو زونونو وویشل شي. نوموړی زیاتوي چې «په هر زون کې به وسلوال ځواکونه د هوايي امکاناتو په لرلو سره سمبال شي ترڅو د پولې له ټاکلو برخو څارنه وکړي.» هغه ټینګار کوي چې په دې سرتیرو کې به ځانګړي او مسلکي ځواکونه هم شامل وي.

ټاکل شوې چې ټولټال ۶۰۰ سرتیري په دې عملیاتو کې برخه واخلي. دغه بلغاریايي سیاستوال د دې پوځیانو د ګمارلو په هکله وايي چې «موږ په عمل کې ولیدل چې په پولو کې تر پولیسو د پوځ سرتیري ډیر اغیزمن دي.»

سربیره پر دې کارکاچانوف د مهاجرینو د څار له پاره د کامرو او د ډرون الوتکو د کارولو په هکله هم خبرې وکړې. د بلغاریا دفاع وزیر نیوکه کوي چې اروپايي ټولنه تر اوسه پورې په دې نه ده توانیدلې چې د مهاجرینو پر وړاندې د مدیترانې لارې بندې کړي.

نوموړي په دې هکله وویل چې «موږ باید اجازه ورنکړو چې ډله ډله ناقانونه مهاجرین اروپا ته مخه کړي.» هغه زیاتوي چې موږ باید په ایټالیا او یونان کې د ناټو او یا د اروپايي ټولنې ځواکونه په دنده وګمارو او د اروپايي ټولنې له بهرنیو پولو ساتنه وکړو. د بلغاریا دفاع وزیر همدا راز وویل چې د اړتیا په وخت کې باید له وسلې هم کار واخلو.

د بلغاریا دفاع وزیر کارکاچانوف چې په عین وخت کې د بلغاریا د حکومت مرستیال هم دی زیاتوي چې زیاتره مهاجرین چې د مدیترانې د سمندر له لارې غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي، دوی اقتصادي مهاجرین دي. هغه په دې هکله داسې نظر لري: «له دوی سره قانوني چلن نه کیږي، دوی د خپل ژوند له پاره پاملرنې ته اړتیا نه لري، دوی غواړي چې یوازې په یوه بډایه غربي هیواد کې ژوند وکړي.»