1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاریا ۲۵۰ افغان مهاجر افغانستان ته ستنوي

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

بلغاریه د تیرې پنجشنبې ورځې د نا آرامیو اصلي پلانونکي هغه افغان مهاجر بولي چې له آلمان څخه اخراج شوي ول.

https://p.dw.com/p/2TOny
Balkanroute 2016 Reportage
انځور: DW/M. Ilcheva

د بلغاريا حکومت د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په پلازمېنه صوفیه کې اعلان وکړ چې له دې پریکړې څخه هدف هغه افغان مهاجر دي چې په غیرقانوني توګه د اروپایې اتحادیې دغه غړي هیواد ته داخل شوي دي.

زیاته شوې ده چې پخپله خوښه د ۵۰ تنو افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو بهير څیړنه پیل شوی ده.

چارواکو زياته کړې ده چې د ۲۰۰ نورو افغان مهاجرو اسناد به وڅیړل شي. دوی د دغې پریکړي لامل د ترکیې سرحد ته نژدې په هارمانلي کمپ کې د افغان مهاجرو له خوا رامنځته شوي اخ و ډب ښيي.

چارواکي وایې چې د پنجشنبې ورځې د نا آرامیو او اخ و ډب اصلي طراح یو افغان مهاجر وو چې له آلمان څخه ایستل شوی وو.

له ۴۰۰ نیول شوو کسانو څخه ۱۸ تنه یې دولتي ملکیتونو ته د زیان رسولو په دلیل تر تحقیق لاندي او بیا به هم په زندان کې پاته وي.

د هارمانلي په مهاجر کمپ کې پاتې ۱۰۰۰ تنه نور چې د قانون له مخې یې چلند کړی دی، ټاکل شوی ده چې له ترکېې سره نږدې په سرحدي سیمه کې یو بل کمپ ته ولیږل شي.

د دغه بې وزله اروپایې هیواد کمپونه له مهاجرو څخه ډک دي. په ۲۰۱۶م کال کې ۱۳ زره مهاجر په دغه هیواد کې ثبت او راجستر شوي دي، خو تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دغو مهاجرو څومره يې په بلغاریا کې پاته شوي دي.

د بلغاریې د ارتودوکس کلیسا خبردارۍ ورکوي چې د مهاجرو د راتګ بې ځنډه بهیر، کیدای شي په دغه هیواد کې هغه «قومي توازن» بدل کړي چې ۱۰ سلنه خلک یې ترک ټبره دي.

نور مطالب: