1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بلوڅانو ته دي د سياسي مبارزې حق ورکړل سي»

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه

د پاکستان د بلوچستان ايالت ناراضه بلوڅ مشرانو د دغه هيواد حکومت ته په سيمه کي د امنيت راتلو په موخه شپږ وړانديزونه کړي. خو حکومت وايي، چي وړانديزونه ئې د منلو نه دي.

https://p.dw.com/p/16HfT
انځور: The Other Side

د بلوڅانو د سياسي ډلو دوه تنه مشران چي له ډېره وخته جلا وطنه ول پاكستان ته تللي او په دغه هيواد كي ستري محكمې ته له وړاندي كېدو سره سره ئې له ځينو سياسي مشرانو سره هم ليده كاته كړي دي.

د بلوچستان نېشنل گوند دغه مشران، سردار اختر جان مېنگل او ثنا الله بلوڅ د پاكستان له ستري محكمې څخه د بلوڅانو د حقوقو غوښتنه كړې ده.

سردار اختر مېنگل محكمې ته له وړاندي كېدو وروسته د پاكستان مسلم ليگ نواز ډلي له مشر نواز شريف سره تر ليدو وروسته په يوه خبري غونډه كې وويل، چي ستري محكمې ته ئې شپږ وړاندېزونه كړي دي:

«كه محكمه په دې شپږو وړانديزونو عمل و نه كړي، نو اووم به له پاكستانه د بلوڅانو د جلاوالي وړانديز وي.»

هغه زياته كړه د بلوچستان حالت د خرابۍ وروستۍ کچي ته رسېدلی دئ او د ښه والي هيڅ نخښي نښانې ئې نه ښكاري. مېنگل وړاندي وويل: «زموږ شپږ سره وړاندېزونه د پاكستان له اساسي قانون سره په ټكر کي نه دي، خو دا هم بايد په پام كي ونيول سي چي په دې ايالت كي پنځه واره پوځي عمليات تر سره سوي دي.»

بلوڅان د لاريون پرمهال
بلوڅان د لاريون پرمهالانځور: AP

د بلوچستان د نېشنل گوند مشر مېنگل زياته كړه:«د بلوچستان حالت تر كشمير او فلسطين هم خراب دئ. په نولس سوه شپږ اويا كې د بلوڅانو لومړي كسان اسدالله مېنگل او احمدشاه بلوڅ ترى تم سوي دي، او دا لړۍ تراوسه پوري دوام لري. د بلوڅو ټولو سياسي گوندونو ته دي په ازادانه توگه د سياسي مبارزې حق وركړل سي. بايد رسنيو ته هر ډول اجازه وركړل سي چي د بلوڅو ږغ تر نړۍ پورې ورسوي.»

مېنگل د پاكستان استخباراتي اداره، پوځ او ملېشې د بلوڅانو په وژلو او تري تم كولو کي ككړ وبلل.

د اختر مېنگل په ډول ډېرى سياسي بلوڅان پاكستان ته د بلوچستان مسئله د سر درد نه گڼي او وايي، چي دا هيڅ مسئله نه ده او موږ خپل حقوقو غواړو او پاكستان دي ورته غاړه كښېږدي.

خو د پاكستان دولت وايي، چي دې كار ته به په هيڅ صورت غاړه كښې نه ږدي د دغه هيواد د كورونيو چارو وزير رحمن ملک د اختر مېنگل ټول تورونه بې ځايه وبلل او وئې ويل، چي د مېنگل شپږ سره وړانديزونه بې ځايه دي.

رحمن ملک څه موده وړاندي ويلي ول، چي پاكستان به په هيڅ قېمت له معدنونو او قدرتي وسايلو ډک ايالت له لاسه ور نه كړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملکانځور: DW

بله خوا بيا د بلوڅانو سياسي مشران وايي، چي د سردار اختر مېنگل او ثنا الله بلوڅ له راتگ سره د بلوڅانو مسئله نه سي حل كېدای.

د بلوڅانو د وژل سوي مشر نواب اكبر خان بگټي زوى جميل بگتي وايي، چي دا د اخترجان مېنگل او ثنا الله بلوڅ مسئله نه ده، بلكي دا د بلوڅانو او بلوچستان مسئله ده:

«بلوڅان ازادي غواړي هيڅ ډول وړاندېزونو ته اړتيا نه لري. موږ له پاكستاني دولت څخه خوابدي نه يو، بلكې بېزاره يو.»

دا په داسي حال كي ده چي تېره اوونۍ د ملگرو ملتونو يوه پلاوي بلوچستان ته سفر كړى وو او په دې ايالت كې ئې د وركو بلوڅانو له كورنيو، سياسي مشرانو او يو شمېر نورو خلگو سره ليده كاته کړي دي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل