1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنديان: د بګرام په زندان کي ستونزه ژباړونکي دي

۱۳۸۹ آبان ۱۳, پنجشنبه

د بګرام د زندان څخه ۱۴ کسه بنديان خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل سول. بنديانو په لښکرگاه کي خبريالانو ته وويل چي د زندان په دوه کلنه موده کي يې ستونزي يوازي د ژباړونکو سره درلودې.

https://p.dw.com/p/PyQv
د بګرام د زندان څخه خوشي سوي بنديان
د بګرام د زندان څخه خوشي سوي بنديانانځور: Mujtaba Mohammadi

دغه زندانيان د هلمند، فراه، زابل او کندهار ولايتونو اوسيدونکي ول چي په تيرو دوو کلونو کي د عملياتو او تلاشيو پر مهال نيول سوي ول.

بنديان د بګرام څخه هلمند ته بېول سوي ول او هلته د يوې غونډي په ترڅ کي په لښکرګاه کي خوشي سول.

د هلمند د چارواکو په خبره، دغه کسان د دولت د وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول سوي ول.

د ملي دفاع وزارت د قانون د پلي كولو مسول تورن جنرال مرجان شجاع ، چي ياد بنديان يې هلمند ولايت ته بېولي ول وويل چي په بګرام كي له بندي سوو كسانو سره ډير ښه چلند كيږي.

جنرال زياته كړې دبګرام زندان چي تر دې مهاله له امريكايي ځواكونو سره دى په نږدې راتلونكو كي به افغان دولت ته وسپارل سي.

د هلمند د ولايتي شورا ريس محمد انورخان پر مركزي دولت نيوكه کړې چي په بګرام كي د ساتل سوو بنديانو د قضيو په پلټونوكي پاته راغلي دي.

د بنديانو له جملې څخه د جهازګل په نوم د هلمند د ګرمسير ولسوالۍ اوسيدونكي دويچه ويلي المان ږغ راديو ته وويل چي درې مياشتي وړاندي امريكايي ځواكونو له خپله كور څخه ايستلی.

نوموړي وويل چي دوى په بګرام كي بله ستونزه نه درلودله يوازي له ژباړونكوسره يي ستونزه در لوده چي هغوى يې غوښتني تر مسولينو پوري سمي نه رسولې.

د هدايت الله په نوم د زابل ولايت اوسيدونكي وويل دوه كاله وړاندي د شپې پر درې بجې بهرنيو ځواكونو له كوره ايستلى وم او تر دې مهاله چي دده په اړه كومه څېړني سوي هيڅ داسي څه يي ندي پيداكړي چي له طالبانوسره تړاو ولري.

ده هم په بګرام كي د بهرنيو ځواكونو له چلند څخه خوښي وښودل.

د يادولو وړده دادوهم ځل دي چي د بګرام د امريكايي زاندان څخه بنديان خوشي كيږي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل