1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دیش: اور لگیدنې ۱۲۰ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16pWh

د بنگله دېش هيواد په پلازمېني ډهاکه کې د جامو په يوه فابريکه کي د اورلگېدنې پيښي لږ تر لږه ۱۲۰ انسانان وژلي او تر ۲۰۰ څخه زيات يې ژوبل کړي دي. د اور وژنې عملې (اطفائیې) ويلي دي چي تر د ناڅرگندو عواملو پر اساس د څو پوړیزي فابريکې په لومړي پوړ کي اورلگېدلی چي وروسته نورو پوړونو ته هم رسېدلی وو.

زياته سوې ده چي په لومړي پوړ کي د اور لگېدلو وروسته د لوړو منزلونو کارگري ښځي او نارينه بند پاته سوي ول او تېښتي لاره يې نه درلوده. يو شمېر کارگرو د وارخطايي په حالت کي د لوړو منزولو د کړکيو څخه ځانونه راغورځېدلي دي. د جامو صنعت د بنگله دېش د اقتصاد لپاره يوه مهمه څانگه بلل کيږي. پدغه هيواد کي څه باندي ۴۰۰۰ د جامو فابريکې دي. په زياترو دغو فابريکو کي اړين امنيتي تدابير په پام کي نه نيول کيږي.