1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دیش: په فابریکه کې اور لگیدنې تر سلو زیات کسان ووژل

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه

په بنگله دیش کې د کالیو د جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لگېدنې له امله لږ تر لږه سل تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د پلازمینې ډهاکه په اطرافو کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/16pUw
انځور: dapd

که څه هم د اور لگیدنې علت تر اوسه معلوم نه دی خو چارواکي وایي چې ښایي دغه اور د برېښنا د شارټۍ له امله لگیدلی وي. د رپوټونو په حواله د کالیو د جوړولو د څو پوړیزي ودانۍ په لومړني پوړ کې دغه اور د شنبې په شپه ناوخته ولگېد او ډیر ژر نورو پوړونو ته ورسید. اور وژونکي عمله شاوخوا د پنځوو ساعتونو هڅو وروسته پر دې توانیدلې چې لگیدلی اور مړ کړي.

د پولیسو د وینا له مخې زیاتره کسان هغه وخت مړه شوي چې د دغه څو پوړیزي ودانۍ څخه یې ځانونه ښکته راغورځولي دي. زیاته شوې ده چې دغه فابریکه د (Tazreen Fashions) له لوري سنبالېده.

تر اوسه د اور لگیدني اصلی علت معلوم نه دی، خو په تیرو وختونو کې په بنگله دیش کې د کالیو په فابریکو کې دغسې اور لگیدنې د بریښنا د شارټۍ له امله لگیدلی وي. په دغه فابریکو کې په ارزانه بیه کالي جوړیږي او بیا لویدیځو هیوادونو ته لیږدول کیږي.

د بنگله دیش د اطفائیې عمومي مشر ابو نعیم محمد شاهدالله، خبریالانو ته ویلي دي چې دوی داسې گمان کوي چې ښایي دغه اور دې د بریښنا د شارټۍ له امله لگیدلی وي خو هغه زیاته کړې: «په دې اړه تر پلټنو وروسته په یقیني توگه څه ویل کیدای شي.»

په بنگله دیش کې د کالیو جوړولو شاوخوا ۴۵۰۰ فابریکي دي چې د لویدیځو هیوادونو یو شمیرو مشهورو شرکتونو لکه Tesco, Wal-Mart, JC Penney, H&M, Marks او Spencer ته کالي جوړوي.

کالي د بنگله دیش د کلنۍ صادراتو چې ۲۴ میلیارده ډالره کیږي، ۸۰ سلنه برخه جوړوي.

ترافیکي پیښې ۱۳ تنه وژلي دي

په عین وخت کې پولیسو خبر ورکړی دی چې د بنگله دیش په سویلي ښار چیټاگونگ کې د یوه پل د رالویدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي. د پولیسو په وینا د یو شمیر کسانو د لادرکه کیدو اندیښنې هم موجودي دي. زیاته شوې ده چې نوموړی پل د جوړیدو په حال کې وو.

د ځایي پولیسو یو تن محمد علاوالدین، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه د ۱۳ تنو جسدونو موندل شوي دي.» هغه زیاته کړې ده چې د لادرکه شوو کسانو د لټون له پاره د پوځ څخه د مرستې غوښتنه شوې ده.

(Reuters,AP,AFP)/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی