1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بن لادن ووژل سو، خو له پاکستانه افراطيت و نه ووت

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

څېړونکي په دې اند دي چي په پاکستان کي د بن لادن تر وژلو یو کال وروسته هم القاعده د ترهگرۍ پیغام په خپرولو توانیدلې ده.

https://p.dw.com/p/14n2G
انځور: AP

د پاکستان په قبایلي سیمو کي د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د القاعدې شبکه کمزورې کړې ده او په دغه بریدونو کي د هغوی یو شمیر لوړپوړي مشران هم وژل شوي دي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او لښکر جهنگوي په شان ډلي چي له القاعدې سره نزدې اړیکي لري خپله ایډیالوژي لا پسې پیاوړې کړې ده او د دغه هیواد امنیت ته ئې لوی گواښ متوجه کړی دئ.

د بن لادن تر وژني څو اوونۍ وروسته د تحریک طالبان پاکستان په نوم ډلي د سترو بریدونو تر سره کولو ته لاس واچاوه، چي يو مثال ئې د پولیسو پر یو روزنیز مرکز باندي غبرگ بمي بريدونه ول چي پکښي شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.

د پاکستان د امنیتي چارو څېړونکی او پخوانی متقاعد جنرال طلعت مسعود، وایي چي په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمه کي، چي د دولت تر ولکې وتلې ده گډوډۍ دغو ډلو ته دا موقع په لاس ورکړې ده، چي دوی ځانونه منظم او بريدونه وکړي.

مسعود د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، چې نن ورځ خطر د هغو ډلو له خوا متوجه دئ، چي له خپلي اصلي ډلي (القاعدې) څخه جلا شوي دي او فرقوي او قومي شخړو ته لمن وهي.

په پاکستان کي د سني اکثریت او شیعه لږکيو تر منځ فرقوي تاوتریخوالي زور اخیستی دئ، چي وروستۍ بېلگه ئې د اپریل د میاشتي د دریمي نېټې پیښه وه، چي د پاکستان د گلگت په سیمه کي رامنځته شوه او لږ تر لږه ۱۳تنه پکښي ووژل شول.

په پاریس کي د ژبو او مدنیتونو په نامه د یوه انستیتوت یوه ویناواله مریم ابو ذاهب بیا وایي، چي د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کي د پاکستان د دولت له خوا په پلازمېنه اسلام آباد کي پر سره جومات (لعل مسجد) باندي برید په دغه تاوتر یخوالي کي د زیاتیدو یو مهم لامل دئ.

د هغې په وینا تر دغي پیښي وروسته د تحریک طالبان پاکستان په نوم ډله وزیږیده چي پر نورو ډلو ټپلو سربیره پکښي د القاعدې او پاکستان د پنجاب ایالات تندلاري راټول شول او د ټول پاکستان په کچه ئې د بریدونو پر وخت د ارتباط لاره هواره کړه.

دغه ډلي لکه د تحریک طالبان پاکستان او دې ته ورته ډلي د دغو سیمو بې وزله خلکو ته د ټوپک اخیستلو په بدل کي د مالي او ټولنیزو مرستو ژمنه کوي.

په اسلام آباد کي د امنیتي مطالعاتو د څېړنیز مرکز یوه تن کارپوه امتیازگل وایي چي دغه ډلي په سوونو سیمینارونه جوړي او په دغه سیمینارونو کي ځوانانو او په خاصه توگه د بې وزلو کورنیو ځوانانو ته تدریس ورکول کیږي.

د امیتازگل په وینا پوښتنه دا ده چي که چیري دولت د دغو تبلیغي ډلو پر ضد چي له یوې یا بلي ترهگري ډلي سره تړاو لري عملیات وکړي، نو څنگه کولای شي چي دغه ځوانان وژغوري او د هغوي پالنه پرغاړه واخلي.

خو یوه اندیښنه دا ده، چي تر هغو پوري چي په پاکستان کي د خلکو ټولنیزي او اقتصادي ستونزي نه وي حل شوي، بې وزله کورنۍ به تل د زورپالو ښکار وي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل