1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهاوالدين مجروح څوک وو؟

استاد حبيب الله رفيع۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

وايي د ښې غوښي ښه ښورا وي. ده هم په يوه علمي او ادبي کورنۍ کي سترګي غړولي وې. له ماشومتوب نه وهڅول شو چي علم زده کړي، ورسره د ادب په حسينه مهينه، رنګينه او ګل ورينه سيمه ورګډ شي.

https://p.dw.com/p/13SiM
Insel Simian / Insel Ada Kaleh Sonnenuntergang vor der Donauinsel Ada Kaleh in Rumänien. Hier befindet sich teilweise die neu aufgebaute Festung der mittlerweile versunkenen Insel Ada Kaleh. Die türkische Exklave Ada Kaleh musste vor rund 40 Jahren einem Flusskraftwerk weichen. Die Behörden versprachen den Bewohnern, die Umsiedelung würde reibungslos verlaufen. Alle Gebäude sollten auf der Insel Simian wieder aufgebaut werden, die weiter flussabwärts liegt. Doch Simian ist heute Brachland. Nur ein Teil der alten Festung wurde umgesiedelt, einige Gräber umgebettet. Die Inselbewohner von Ada Kaleh mussten sich auf dem Festland ein ganz neues Leben aufbauen. Schlagwörter: Rumänien, Donau, Insel Ada Kaleh, türkische Exklave, Insel Simian Herkunft: DW Eigendreh
Rumänien Insel Simian Insel Ada Kaleh Sonnenuntergangانځور: DW

او ورسره فطري ذکاوت او استعداد هم دته دا توان ورکړ چي په لږ وخت کي ډير څه زده کړي، او د رسمي زده کړو لړۍ ډير ژر سرته ورسوي. ده نه يوازي داچي د علومو په زده کړه کي د نبوغ تر حده ځيرکي درلوده، بلکي د ژبو په زده کړه کي هم ډير پياوړی او غښتلی وو.

تر ټاکلي وخت وړاندي يي د ژبو زده کړي، بهرنۍ زده کړي، او لوړي زده کړي ترسره کړې. د ټولني په نبض پوخ فيلسوف ترې جوړ شو. د هيواد يوازينی او بې جوړې فيلسوف او داسي فيلسوف چي فکري تمرکز يې پيدا کړو. د مکان او زمان پولي ييې ماتي کړې. او د خپل علمي درک او سالم تفکر له لاري يې د هيواد راتلونکي سياسي او ټولنيزه څېره بيانوله او روښانه وله او افغانانو ته يې د خپل خطرناک او د تيارو په زړه کي سفر په ګوټ پيرونو کي د لاري مشالونه لګول.

ددموکراسۍ په لسيزه کي د سياسي څپڅپانده او ټولنيزو رپرپانده حالاتو په ليدو انديښمن شو، په زړه کي يې ويره راولاړه شوه، تر توپان واړاندي چوپتيا کي يې د توپان بحراني څپې وليدې، د وينو باران يې وليد او په دې باران پسي يې د ښامار د راتلو وړاند وينه وکړه.

دا وړندوينه غيب ګويي نه وه، بلکي دده له ژور فلسفي تفکر او د ټولني له ژوري مطالعې نه راپيدا شوې وه. توپان ګام په ګام را روان وو او ده تر توپان وروسته پيښي په صراحت، فصاحت او بلاغت بيانولي.

اژده هاي خودي» ددموکراسۍ د لسيزي په پای کي ليک او خپورشو. د جمهوريت په دوره کي يې ځانځاني ښامار وليکه او د راتلونکو پيښو نور انکشافات يې پکي بيان کړل.

د وطن مور يې داسي وړاندوينه وه چي ظاهراً يې د يوه خواږه شعر بڼه درلوده ځني صريح او رډي خبري درلودي خو په باطن کي يې د وطن د ورانۍ تريخ حقيقت نغښتی وو، او د پرله پسې سرو او شنو حيواني کودتا ګانو او سياسي توپانونو وړاندوينه يې کوله. راولاړ شوي توپان څپو دی هم په مخه کړ او د هجرت په کاروان کي يې مخ پر کښته روان کړ پيښور ته ورسېد. هلته د تنظيمونو بازار تود وو، آی ايس آی په خلاص مټ د ګوندونو او گونديو په جوړولو کي لاس درلود او تنظيمونه يي په خپل لاس تنظيمول.

ده ته سخته وه چي په پرديپالو تنظيمونو کي تنظيم شي، د خپل ټول ژوند کي خپل ټول علمي کارونه په نوښت او ابتکار پر مخ بېولي ول. هم په رسمياتو کي د ولايت برخه ور رسېدلي وه، او هم په افکارو کي د ولايت درجه.

دی که ولي نه وو خالي هم نه وو. وې ليدل چي جهاد تنظيمونه، لري، ډلي لري رهبران لري، او د فرهنګي ادارې په نامه د ستايلو او توصيفاتو نغارې ډنګوي. همدلته متوجه شو چي افغان ملت د سره ښکيلاک په وړاندي قهرماني کوي، قرباني ورکوي خو رهبران او آی ايس آی په دې وينو تجارت کوي او ددوې د اتلولۍ له واقعيتونو نه نه خبريږي. همدا وخت ده وغوښتل چي جهاد ته يوه ريښتينې او ګويا ژبه پيداکړي، او ددې ژبي له لاري د ملت قهرماني او د جهاد اصلي څېره نړيوالو ته وښيي.

د افغان اطلاعاتي مرکز په نامه يې يوه وړه اداره جوړه کړه، او د کار له پاره يو خواخوږي پښتون ارواښاد ميا فاروق شاه، يو انګليسي د ټايپ ماشين ورکړ او هم يې په خپل کور کي ځای.

ده له همدې ځايه د جهاد واقعي پيښي د سنګر د مجاهدينو له خولې ليکلې او خپل مياشتني بولتن کي به يې په انګريزي ژبه خپرولې. په دې ترتيب ده جهاد ته ژبه ورکړه، رښتينې ژبه ، او له دې لاري يې د نړيوالو رسنيو آژانسونو او خپرونو لپاره د باوري معلوماتو وړاندي کول، د خپل قلمي جهاد په توګه پيل کړل، او دده د خپرونو له لاري د جهاد اصلي څېره نړۍ ته وځلېده او د غلطو تبلغاتو او قهرمان جوړوني بازار يې مات کړ.

ماته ياد دي، کله به يې چي د چا سره مرکه کوله بشاش او خندان به ورسره ناست وو. لومړي به يې يوه ټوکه ورسره وکړه او وبه يې خندل چي يو څه تر نه ترلاسه کړو. بيا به يې د پيښي اړوند دقيقي پوښتني ترې پيل کړې خبرو ته به يې غوږ غوږ وو او په بشپړ ذهني حضور به يې اورېدلې او مقابل لوري ته به يې ښوده چي ټولي خبري مهمي او مطلبي دي.

که هغه به ډيره عادي خبره هم کوله ده په ډيره تلوسه او د تعجب په انداز کي اورېده، هغه به دومره وهڅيدو چي ټول حقايق او دقايق به يې ورته وويل او د پيښي په اړوند به يې يو بشپړ او ريښتينی رپوټ ترې ترلاسه کړو. بيا به په خپله ورته کښېناست په انګليسي ژبه به يې واړوو، ټايپ به يې کړو، او ټايپ شوي پاڼي به يې خپلو همکارانو ته وسپارلې. هغوئ به بازارکي فوتو سټيت کړې بيا به يې په ګډه تنظيم او استپلر کړې او بيا به يې ددې لپاره چي د پاکستان د پوستې او جاسوسي ادارې له خوا ضايع نشي د خپلو همکارانو په وسيله لاس په لاس سفارتونو اژانسونو نړيوالو دفترونو او نورو مينه والو ته رسولې. دا بولتن د شکل او بڼي له نظره ډير محقر وه خو د محتوا له اړخه ډير معتبر او با ثمر.

په ياد مي دي کله چي په پښور کي د ملت قاتلانو، د ملي کسانو وژني او ترورونه زيات کړل يوه ورځ بي بي سي دده سره مرکه وکړه او ورته يې وويل: ستا په مخه کي ملي خلک وژل کيږي ايا ته نه ويريږي چي وبه وژل شي؟ ولي ته هم لکه د نورو غوندي چيرته پناه نه اخلې.

ده ورته وخندل او بيا يې په جديت ورته وويل: زه د همدې غريب ولس په پيسو روزل شوی يم، زه به د ژوند تر پايه ددوئ ترڅنګ ولاړ او په خپل خدمت بوخت وم.

همداسي وشول، خونړی ښامار چي وخت په وخت يې څيره خلکو ته روښانه وله په ده پسي هم راورسيد، او د ۱۹۸۸ کال د فبرورۍ په يولسمه نېټه يې بې رحمانه بريد پرې وکړ او شهيد کړ.

جالبه ده، دی د ۱۹۲۸کال د فبرورۍ پر دولسمه نېټه زيږيدلی وو د ۱۹۸۰کال د فبرورۍ پر دولسمه پيښورته مهاجر شو او ۱۹۸۸کال د فرورۍ پر يولسمه نيټه د شهادت لوړ مقام ته ورسيدئ او پوره شپېته کاله يې ژوند وکړ.

دا لوی او دروند شخصيت د هيواد يوازيني فيلسوف عالم او اديب او هر اړخيز ټوليز شخصيت ارواښاد پوهاند ډاکتر سيد بهاوالدين مجروح دئ، چي پنځه ويشت کاله وړاندي په وياړ او افتخار له نړۍ څخه سترګي پټې کړې.

د خپل ملت خدمت يې وکړو، خپل خلک يې راويښ کړل څه وړاندويني چي يې کړي وې ريښتيا وې. دداسي عزم او ارادې خاوند وو، چي د جسمي مرګ ويري يې د معنوي ژوند مخه ونه نيوله شوه له خپلو خلکو سره يې ژوند وکړ او د خپلو خلکو لپاره يې قرباني ورکړه.

ياد به يې تل پاته او آثار به يې جاودان وي
ارواح دې ښاده وي.