1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيو ځواکونو د ياغيانو په پرتله ډېر افغانان وژلي دي

۱۳۸۶ تیر ۴, دوشنبه

د روان ميلادي کال د پيل راهيسې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو په پرتله ډېر ولسي وگړي وژلي دي. دغه خبره د اي پي خبري اژانس له يوې څېړنې څخه جوتيږي.

https://p.dw.com/p/DK9Q
بهرنيو ځواکونو په تېر نيم کال کې لږ تر لږه 203 تنه ملکي وگړي وژلي دي
بهرنيو ځواکونو په تېر نيم کال کې لږ تر لږه 203 تنه ملکي وگړي وژلي ديانځور: AP
افغان ولسمشر کرزي په دې باندې نيوکه وکړه چې يوازې په تېرو لسو ورځو کې له نوي تنو څخه زيات ملکي خلک وژل شوي دي. د ناټو په مشري د ايساف ځواک او د امريکايانو د تروريزم ضد جگړه کې د جنوري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا لږ تر لږه 203 تنه ملکي وگړي مړه شوي دي. په عين وخت کې د افغانستان د کليو او ښارونو 178 اوسېدونکي د اورپکو لخوا وژل شوي دی. د اي پي خبري اژانس څېړنه د افغانستان د دولت، د نړيوالو د رسمي څرگندونو او د عيني شاهدانو د خبرو پر بنياد ولاړه ده. تر مۍ مياشتې پورې د ملگرو ملتونو او د بيا رغاونې د سمون د ادارې په وينا بهرنيو ځواکونو لا هومره ملکي وگړي وژلي وو لکه ياغيانو چې تر هغې پورې د مرگ کندې ته غورځولي وو.