1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشاورین اوس له افغان ځواکونو څخه هم ځان ساتي

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د سختو امنیتي گامونو د پورته کولو امر کړی دئ چې ائتلافي ځواکونه د افغان ځواکونو له بریدونو څخه په امان کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/14V4p
انځور: AP

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چارواکو په حواله په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الین، په تیرو اونیو کې دا امر صادر کړی دئ چې په افغانستان کې میشت بهرني مشاورین دې د ضرورت پر وخت له ځانه سره وسلې ولري. جنرال الین همداراز د ناټو له قطعاتو څخه غوښتي دي چې خپل یو غړی تل د تیم د څارلو او د هغوی پر وړاندې د بریدونو د مخنیوي له پاره وگماري.

د پینټاگون ویاند جان کربي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه امنیتي تدابیر د ځواکونو د خوندي ساتلو له پاره په پام کې نیول شوي دي.

کربي زیاته کړې ده چې الین دغه امر له افغان چارواکو سره تر مشورو او د هغوي د هوکړې تر ترلاسه کولو وروسته صادر کړی دئ.

کربي ویلي دي چې امنیتي تدابیر پر بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو تر بریدونه وروسته یوه طبعیي اړتیا ده، خو د هغه په خبره دا له افغان اردو او پولیسو سره د ناټو همکاري نه اغیزمنه کوي. کربي ویلي دي: «دا په دې معنی نه ده چې گواکې مشارکت دې زیانمن شوی وي.»

کربي ادعا کړې ده چې تر وروستیو پېښو وروسته اوس ائتلافي ځواکونه له افغان ځواکونو سره د پخوا په پرتله نزدي همکاري کوي.

د امریکایي قوماندانو په اند له افغان ځواکونو سره په گډه کار کول او له هغوی سره اوسیدل، په افغانستان کې د ناټو د ستراتیژۍ مهمه برخه ده. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به د ټول هیواد په کچه امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

تیره میاشت د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکایي مشاورینو تر وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الین، د افغانستان له ټولو وزارتونو څخه د لنډ مهال له پاره د امریکایي مشاورینو د را ایستلو امر وکړ او ویویل چې د امنیتي گامونو د اخیستلو وروسته به په دې اړه نوې پریکړه وکړي.

اوس یو شمیر بهرني مشاورین په له افغان وزارتونو سره خپل کارونه د تیلیفون او انترنت له لارې پر مخ بیایي خو چارواکي وایي چې دوی به ډیر ژر د خپلو دنده ځایونو ته ستانه شي.

په روان کال کې افغان ځواکونو په بیلابیلو بېښو کې ۱۷ تنه بهرني سرتیري وژلي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش