1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"بهرنۍ مرستي دي زموږ له لاري مصرف سي"

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

افغان حکومت وايي چي که بهرنۍ مرستي د دوی له لاري ولګول شي اغيزمنتوب به ئې لوړ او د ضايعاتو مخ نيول شوی وي. دغه غوښته افغان حکومت د څو کلونو راهيسي کوي.

https://p.dw.com/p/13z2H
انځور: AP

دغه غوښتنه افغان حکومت د څو کلونو راهيسي کوي خو نړيوالو مرسته کوونکو لا تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نړیوال شفافيت سازمان د راپور له مخي افغان حکومت تر اوسه لا په اداري فساد کي په نړيواله کچه تر صوماليا وروسته دوهم ځای لري.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال په داسي حال کي د حکومت له لاري د ټولو بهرنيو مرستو د لګولو غوښتنه کوي چې يوازي تير کال په څو حکومتي ادارو کي د سوونو ميليونو ډالرو د تري تم کيدو خبر ورکړل شوی وو.

د لوی څارنوالۍ يوه ډله اوس پر هغه دوسيه کار کوي چې يوازي د ننګرهار له ګمرک څخه شاوخوا اته سوه ميليونه افغانۍ تري تم شوي دي.

د ماليي وزير وايي چي د امريکا په څير لوی مرستندويان يوازي پينځه سلنه خپلي مرستي د افغان حکومت له لاري په مصرف کوي. په داسي حال کي چي پاته ۹۵ برخه د بېلا بېلو ادارو په لاس مصرفیږی.

«ټولي هغه پيسې چي امريکا له افغانستان سره مرسته کړي دي ښايي تر ديرشو ميلياردو ډالرو پوري وي خو يوازي شاوخوا يو مليارد ئې د افغان حکومت له لاري لګول سوي دي».

د ولسي جرګې يو شمېرغړي هم د افغان دولت په لاس د بهرنيو مرستو د مصرفولو غوښتونکي دي. هغوی وايي په دې کار سره به د پروژو د اغيزمنتوب کچه لوړه شي او هم به د افغانانو کاري وړتيا لوړه شي.

د ولسي جرګې غړې شينکۍ کروخېل په دې اند ده چي حکومت بايد دا تضمين ورکړي چي نړيوالي مرستي به نه ضايع کيږي.

«په يوه شرط بايد دا پيسې د افغانستان د ملي بودجې له لاري ولګول شي چي حکومت بايد ځان د دغو پيسو تر مصرف وروسته حساب ورکوونکی وبولي نه دا چي هر څه چې کوي هغه به کوي».

خو ټاکل شوې ده چي د امريکا دولت به تر دې وروسته له افغانستان سره د خپلو مرستو ډيره برخه د حکومت له لاري مصرف کړي.

د ماليې وزير حضرت عمرزاخيلوال وايي چي په دغه برخه کي ئې د امريکا د سفير ژمنليک هم ترلاسه کړی دئ.

د يادولو وړ ده چي د هغو بهرنيو مرستو د مصرف له پاره چي د حکومت له لاري په مصرف رسيږي د بيا ودانولو يو صندوق جوړ سوی دئ چي مشري ئې افغانان کوي خو څارونکي ئې بهرنيان دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل