1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش د افغانستان سره ډيره همکاري غواړي

۱۳۸۷ خرداد ۲۰, دوشنبه

په هلمند کی درې برتانوی عسکر وژل سوي دي

https://p.dw.com/p/EGPc
دکندهار او هلمندپه شاوخوا کښي دناټو عسکر
دکندهار او هلمندپه شاوخوا کښي دناټو عسکرانځور: AP

دافغانستان په ناآرامه ولايت هلمند کی ديوه ځانمرګي ګوزار په اثر درې تنه برطانوی عسکر وژل سوي،او يو تن سخت ټپي سوی دی . دغه خبر دلويی برطانيی ددفاعی چارو دوزارت له خوا خپورسوی دی . په دې ډول په افغانستان کی دهغو برطانوی عسکرو تعداد چی د 2001 میلادی کا ل راهيسی په افغانستان کی وژل سوي دي ،سلو تنو ته رسیږی . په هلمند کی دبی بی سی دراډیو ديوه خبريال مړی هم پیدا سوی دی . دغه خبريال په خټه افغان ؤ، او عبد الصمد روحانی نوميدی . دطالبانو ویاند قاری يوسف ويلي دي ، چه دوی دصمد روحاني په وژلو کی لاس نلری .

د بلي خوا بوش اروپا دته د جمهوري رياست څخه د خدای په امانۍ د سفر پر وخت چي د اروپا پنځو هيوادو او جرمني ته يې کوي ، داروپايی هيوادو څخه د افغانستان سره د ډيري همکارۍ غوښتنه کړې ده .