1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش نه غواړي چې له عراق څخه د ځواکونو د ايستلو نېټه وټاکي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د امريکې د متحده آيالاتو ولسمشر جورج بوش د هغې قانوني طرحې په وړاندې چې وايي د عراق د جگړې مالي ملاتړ دې له عراق څخه د پوځونو د ايستلو سره وتړل شي خپله ويټو کارولې ده او نوموړې طرحه يې رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKEY
دموکراتانو په کانگرس کې يو ځل بيا ټينگار وکړ چې قصد لري امريکايي ځواکونو له عراقه وباسي
دموکراتانو په کانگرس کې يو ځل بيا ټينگار وکړ چې قصد لري امريکايي ځواکونو له عراقه وباسيانځور: AP
بوش دغه څرگندونې د يوې وينا په ترڅ کې کړي دي. هغه زياته کړه چې د شاتگ د دقيقې نېټې ټاکنه تروريستانو سره مرسته کوي او داراز يو مهالوېش «د ماتې خوړلو د نېټې» په مانا وي. دموکراتانو په کانگرس کې يو ځل بيا ټينگار وکړ چې قصد لري امريکايي ځواکونو له عراقه وباسي. د دموکرات گوند غړو په پارلمان کې د چارشنبې په ورځ د راي اچونې وړانديز کړی دی، خو داسې ښايي چې هغوی د امريکې په دواړو جرگو کې له ماتې سره مخ دي ځکه چې دموکرات گوند لازم اکثريت نه لري. ولسمشر بوش او د کانگرس نور غړي غواړي چې له ناندرې څخه د وتو د جوړجاړۍ لاره ولټوي.