بوش واييي ملگري ملتونه او افريکه بايد په زمبابوې کې معامله سره وکوي
۱۳۸۷ فروردین ۳۰, جمعهاعلان
بوش په واشنگټن کې په ډاگه کړه، دواړه ټولنې بايد د دې لانجې د حل په لاره کې شريک رول ولوبوي. نوموړي په زمبابوې کې د مارچ د مياشتې په ٢٩ ورځ شوو اولسمشريزه ټاکنو د پايلو سمدلاسه راايستلو غوښتنه هم وکوله.
د دې ترڅنگ د مخالف گوند MDC مشر مورگان د بي بي سي راديو ته په خپله مرکه کې ويلي دي، چې د مارچ د مياشتې له ټاکنو وروسته د ده گوند د رابرت موگابي د گوند له غړو سره، د يوه دموکراتيک بدلون راوستلو په موخه د شريک حکومت جوړولو خبرې کړېدي. خو هغه روغې جوړې ته له رسېدلو نه لږ څه وړاندې ناکامه شوې.