بوش پر ايران باندي د اسراييلو د يوه بريد مخنيوی کړی دی
۱۳۸۷ دی ۲۳, دوشنبهاسرايلو غوښتل چي په يوه ناڅاپي پوځي بريد سره د ايران د مځکي لاندي اټومي پوځي جوړښتونه له منځه يوسي .
د اسرايلو لومړي وزير ايهود اولمرت بوش ته ددې وړانديز کړي ؤ،چي د ده هيواد غواړي د ايران د مځکي لاندي پر اټومي جوړښتونو باندي يو بريد وکړي، او ددغه هدف له پاره اسراييليانو د امريکا دمتحده ايالتو څخه د داسي بمونو غوښتنه کړې وه چي سړی د مځکي لاندي پناګاوي ورباندي له منځه يوسي . خوکله چي بوش په دې هکله دخپلو لوړ پوړو همکارانو سره سلا مشورې کړي وې ، په تيره بيا ددفاع د وزير رابرت ګيتس سره، نو بوش ته يې قناعت ورکړی ؤ، چي بايد دا کار ونکي . ځکه چي هر ډول تيری او يرغل به ناوړي اغيزې ولري . بوش اسراييلو ته ددې اجازه هم نه و ه ورکړې چي دعراق د هوايي قلمرو څخه د عملياتو له پاره استفاده وکي . په دي کار سره به په دغه سيمه کي لانجې او دښمنۍ لاپسي ډيري سوي واي .
نيويارک ټايمز کاږي، چي ګيټس او نورو بوش ته ددې څخه خبرداری ورکړی ؤ چي که چيري اسراييل د ايران پراټومي تاسيساتو باندي بريد وکړي،نو ايران به نور نړيوالو څارنوکو ته اجازه ورنکړي چي ددغه هيواد داټومي تأسيساتو څارنه وکړي . د بلي خوا به داکار په عراق کي هم د امريکايي عسکرو له پاره نوي ستونزي له ځانه سره راوړي وای . خو بوش به په هغه صورت کي د اسراييلو دپټو عملياتو سره موافقه کړې وای چي که چيري ايران مثلاًً ديوه اټومي بم په جوړولولاس پوري کړی وای .
د تير کال دسپتمبر په مياشت کي د ګارډين انګليسۍ ورځپاڼي هم کښلي وه چي دمی دمياشتي په 14 نيټه ، بوش د اسرايلو د صدراعظم ايهود اولمرت سره په دوه په دوه خبرو کي د اسراييلو دا غوښتنه رد کړې وه چي غوښتل يې امريکا اسراييلو ته د مځکي لاندي تأسيساتو پر ضد بمونه ورکي،تر څو ورباندي د ايران اټومي جوړښتونه بمباري کړي .