1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش په برتانيه کي تر سختو نيوکو لاندي راغلی

۱۳۸۹ آبان ۲۰, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر، جورج بوش، د سه شنبې په ورځ په انګستان کي هغه مهال د سختو انتقادونو سره مخ سو چي ده د اوبو په واسطه د بنديان د شکنجې څخه دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/Q5nd
انځور: AP

بوش په يوه تلويزيوني مرکه کي ويلي چي دغو شکنجو په انګلستان او امريکا کي د څو توروريستي حملو مخنوی کړی وه.

شامي چکربارتي، چي د بشري حقونو يو فعال دی ويلي دي چي د سيپتمبر د تروريستي پيښي څخه ورسته، بوش کولای سوای چي نړۍ د تروريزم پر ضد او د قانون د پلي کيدو پر لورمتحد کړي.

ده ويلي دي چي بوش د نړۍ يوه پياوړې ډيموکراسي د دروغو، جګړې او شکنجو د ګرداب پر لور روانه کړه. هغه ويلي دي چي ديموکراسي کولای سوای چي تر ده ښه وضعيت منځ ته راولي.

د برتانيې حکومت د اوبو په واسطه د بنديانو شکنجه کول د يو شکنجي په حيث منله خو تيره اوني د دغه هيواد د استخباراتو ريس، جان ساورس، د بنديانوشکنجه کول غيرقانوني وبلل.

د نړیوالي بخښني د سازمان غړی ستیف بالینګرويلي دي: دا چي بوش وايي د زندانيانو شکنجه کول د توجه وړ ده، دا يوه غلطه خبر ده، ځکه چي د زندانيانو شکنجه کول د نړيوالو منل سوو قوانينو په اساس نه دي منل سوي.

بوش په خپل کتاب کي ليکلي دي چي د بنديانود شکنجه کولو په پايله کي د ډير شمير تروريستي پيښو څخه په امريکا او نوره نړۍ کي په نورو برخو کي مخنوي وسو.

په همدې حال کي له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي بوش ويلي دي: درې کسان د اوبو په واسطه شکنجه سوي، چي زه فکر کوم په پايله کي يې د ډيرو انسانانو ژوند وژغورل سو.

د بشري حقوقو يو بل فعال کليف سميت، وايي چي بوش د بنديانو د شکنجه کولو د اجازې په ورکولو سره نړۍ لا د تروريستي بريدونو له خطر سره مخ کړه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل