1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوکو حرام څه نا څه ۲۰۰ کسان آزاد کړل

۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

بوکو حرام د هغو ۲۰۰ ښځو او ماشومانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې آزاد کړي دي چې د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې یې برمته کړي وو. ویل کیږي چې هغوی له ترهگرو سره د احتمالي نه همکارۍ له کبله آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/1EQ9T
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kurokawa

ناجیریایي چارواکو ویلي دي چې د بوکو حرام ډلې ۱۹۲ برمته شوي کسان چې ډیر شمیر یې ښځې دي آزاد کړي دي. آزاد شوي کسان یو ځل بیا په یوبې ایالت کې له خپلې ټولنې سره یوځای شوي. د روانې میاشتې په پیل کې د بوکو حرام ترهگرې ډلې له خوا له همدې سیمې څخه ۲۱۸ کسان یرغمل شوي وو.

سیمه ییز حکومت سمدستي د آزادو شویو کسانو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی ځکه د بوکو حرام ډلې د نیول شویو کسانو پر کلي باندې د برید پر مهال د هغوی کورونو ته اور ورته کړی وو.

بوکو حرام چې د نایجریا په شمال کې د یوه اسلامي خلافت د رامنځ ته کولو هڅې کوي د جنوري میاشتې پر شپږمه نیټه د یوبي ایالت پر کتارکو کلي باندې برید کړی وو.

یوې آزادې شوې ښځې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې بوکو حرام ځکه دغه شمیر کسان آزاد کړي دي چې هغوی د دغې ډلې د شرایطو له منلو څخه انکار کاوه: «هغوی وویل، له دې کبله چې تاسو زموږ دیني زده کړې نه منئ نو ولاړ شي او له خپلو کفارو طابعت وکړئ. موږ تاسو ته امر کوو چې له دې ځایه ولاړ شئ.»

بوکو حرام وخت نا وخت په ډله ییزو برمته نیونو لاس پورې کوي. دغه ډله ډیر وخت پر برمته شویو ښځو باندې فشار راوړي چې د یوه جنگیالي میرمن شي او برمته شوي ځوانان بیا په خپلو لیکو کې د جنگیالیو په توگه جذبوي. له یوبي څخه د ۲۰۰ برمته شویو کسانو له ډلې څخه شاوخوا ۲۰ تنه هلکان نه دي آزاد شوي.

د بوکو حرام برمته نیونې تیر کال په نړیوالو رسنیو کې هغه وخت ډیر مطرح شوې چې دغې ډلې د یوه ښوونځي ۲۷۶ زده کوونکې برمته کړې. د دغو نجونو له ډلې څخه ۵۷ تنه یې په تیښته بریالۍ شوې خو ویل کیږي چې اوس هم ۲۱۹ تنه نورې نجونې د بوکو حرام په بند کې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب