1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيا د گډوالو کښتۍ ډوبه سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

اندوزیايي چارواکي اوس له غیر قانوني کډوالو څخه پوښتنې کوي. ددغو کسانو په ډله کي ډیری ئې افغانان دي چې غوښتل ئې ځانونه استرالیا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/14inQ
انځور: picture-alliance/dpa

د چارواکو په خبره دغه کسان هغه وخت د پولیسو تر پوښتنو لاندې راغلل چې کښتۍ ئې د اوبو یوې سترې څپې راچپه او ډوبه کړه. تر دې وروسته دغه کسان دې ته مجبور شول چې د لامبو په وهلو سره ځان وچې ته راورسوي.

د جاوا د جزیرې د شرقي ساحل د برخې چې ونوگورو نومیږي اوسیدونکو د جمعې په شپه یو شمیر کسان لیدلي ول چې ځانونه ئې د لامبو په وهلو سره وچې ته را رسولې ول. د مالنگ د پولیسو مشر رینتو دتمونو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د سیمې اوسیدونکو دوی ته د دې موضوع په اړه خبر ورکړی وو. د هغه په خبره یو شمیر کسان وچې ته تر رارسیدو وروسته په تیښته بریالي شوي دي. هغه زیاته کړې ده:

«موږ د دغو کسانو له ډلې څخه د درو ماشومانو او یوې ښځې په گډون ۴۳ تنه نیولي دي چې اوس مهال د مالنگ د کډوالو د ادارې له خوا تر پوښتنو لاندې نیول شوي دي. هغوی ټول په ښه روغتیایي حالت کې دي.»

پولیسو همدا راز د شنبې د ورځې په سهار ۳۰ نور کسان هم ونیول او اوس د نورو هغو کسانو په لټه کې دي چې ویل کیږي لادرکه دي.

د پلټنې د عملیاتو چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی په سمندر کې د پلټنې عملیات نه تر سره کوي.  که څه هم د چارواکو په خبره له دغو غیرې قانوني کډوالو سره پولیسو نه شوای کولای چې سمه توگه افهام او تفهیم وکړي، خو د هغوی په خبره په کښتۍ کې ۸۳ او ۱۰۰ تر منځ کډوال سپاره ول.

د چارواکو په خبره د دغو کسانو د کښتۍ ماشین دوه ورځي مخکې خراب شوی وو او بیا یوې پیاوړې د اوبو څپې د هغوی کښتۍ راچپله کړې وه. دا لا معلومه نه ده چې دغو کسانو څومره واټن لامبو وهلې ده.

ډیر شمیر هغه کسان چې غواړي استرالیا ته په غیرې قانوني ډول ولاړ شي دغه کار د اندونیزیا له لارې تر سره کوي. دوی د استرالیا او اندونیزیا تر منځ واټن په کښتیو کې وهي خو ډیر وخت دغه کښتۍ خپل هدف ته نه رسیږي او ډیر شمیر کسان په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې یوه کښتۍ چې پکښې ۳۵۰ کسان چې ډیر شمیر ئې افغانان او ایرانیان ول د اندونیزیا په اوبو کې ډوبه شوه. په دغه کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه یوازې ۴۷ تنه ئې ژوندې پاته شوې ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی