1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيا هم په افغانستان کي ډېره قرباني ملکيان ورکوي

گابريل/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

ملگري ملتونه وايي چي اوس هم د افغانستان په جنگ کي تر ټولو ډيري قرباني ملکي وگړي ورکوي. يوناما ويلي دي چي د روان کال په لومړيو درو مياشتو کي په مځکنيو عملياتو کي ۶۵۰ ملکي وگړي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1F8g3
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ادارې «يوناما» د وروستيو شمېرو له مخي ښوول کيږي چي اوس هم د دغه هيواد په شخړو کي ډېر زيان ملکي وگړو ته رسيږي.

د دغو شمېرو له مخي که په ټوليزه توگه د تيرکال په پرتله په مځکنيو عملياتو کي د مرگ ژوبلو شمېر يا وژل سوي (۱۳۶) يا ټپيان سوي (۳۸۵) دوه سلنه کښته سوی دی، خو د روان ۲۰۱۵م کال په لومړيو درو مياشتو کي بيا ۸ سلنه ډېرښت ښيي.

د يوناما د اپريل مياشتي پر ۱۲ نېټه د ورکړل سوي راپور له مخي د روان کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د مارچ مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري په ټوله سويلي اسيا کي ۱۸۱۰ ملکي انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده چي له دې جملې څخه ئې ۶۵۵ انسانان وژل سوي او ۱۱۵۵ ټپيان سوي دي.

يوناما ويلي دي چي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي دوهم لامل په کور کي جوړېدونکي چاودېدونکي ماينونه دي چي له امله ئې ۴۳۰ کسانو ته مرگ ژوبلي اوښتي دي. له دې جملې څخه ۱۵۵ کسان وژل سوي او ۲۷۵ ټپيان سوي دي، چي دا بيا د تيرکال د ورته وخت په پرتله ۱۹ سلنه کمښت ښيي.

په راپور کي دغه راز راغلي دي چي د تيرکال په پرتله د ښځو تلفات ۱۵ سلنه ډېر سوي دي. په راپور کي اشاره سوې ده چي د زورزياتي قربانيان په ځانگړې توگه کوچنيان او ښځي دي.

د يوناما نوي شمېرې ښيي چي د روان کال په لومړيو دروې مياشتو کي ۵۵ تنې ښځي وژل سوي او ۱۱۷ تنې نوري ټپياني سوي دي، چي دا د تيرکال د دغه وخت په پرتله ۱۵ سلنه ډېرښت ښيي.

يوناما د کوچنيانو د مرگ ژوبلي بې ساري شمېره د تيرکال دا ښوولې ده. تيرکال په افغانستان کي په ټوله ييزه توگه ۴۳۰ کوچنيانو ته مرگ ژوبله واوښته چي ۱۲۳ ئې ووژل سول او ۳۰۷ نور ټپيان سول.

يوناما ويلي دي چي په سلو کي د ۷۳ سلني ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مسئوليت د دولت د مخالفانو، ۱۴ سلنه د دولت او ۷ سلنه ئې د دواړو اړخونو پر غاړه دئ.

د يوناما رئيس نيکلاس هيسم، په افغانستان کي د زورزياتي د ډېرېدو موسم په پيلېدو سره پر ټولو اړخونو ږغ کړی دئ چي د ملکي وگړو خونديتوب په پام کي وساتي.

دغه شمېرې يوازي دوې مياشتي له هغه وروسته خپريږي چي ملگرو ملتونو ويلي ول چي په ۲۰۱۴م کال کي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي شمېره ۲۲ سلنه زياته سوې ده. په دغه کال په افغانستان کي ۳۷۰۰ ملکي وگړي ووژل سول او نزدې ۶۸۴۹ نور ټپيان سول.