1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيرته راستانه سوو کډوالو له کړاونو ډک ژوند

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر اساس، سږ کال نزدې دوه سوه زره افغان کډوال له ګاونډیو هيوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کډوال اوس په خپل هيواد کي بيرته کډوال شوي دي.

https://p.dw.com/p/178im
انځور: AP

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنري یا ( یو ان اچ سي آر) له دوی سره د لومړنیو مرستو د ورکړي خبره کوي خو په عمل کې هر څه بل ډول دي.

د کابل د څرخي پله پر یو ډاګ باندي تر خېمو لاندي پراته کډوال وايي، چي دوی ته حکومت ویلي ول چې کولای شي له ویرې پرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شي، خو اوس د زورواکو له لاسه خپلو اصلي سیمو ته نه شي ستنیدلای. دغه کورنۍ د ۲۰۱۲ کال په سر کې افغانستان ته را ستنې شوي دي.

یو شمیر دغه کډوال چې د کندز، بغلان، سرپل او فاریاب ولایتونو اوسیدونکي دي نن په کابل کي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چي دوی اوس په دې ژمي کي تر څيرو خېمو لاندي پراته دي او نه پوهيږي چي څه وکړي. ځکه نه بیرته پاکستان ته د کډه کیدو لګښت لري او نه هم خپلو کلیو ته ستنیدلای شي.

له پاکستانه بيرته راستنه شوې مېرمن بي بي خدیجه وايي: «کرزی چې د خپلي پاچاهي په لومړي کال کې کابل ته راغی نو همدا ناري یې وهلي چې کډوال دي خپل وطن ته راشي موږ هم د هغه خبره ومنله خو اوس چې دلته راغلو نه مو څوک پوښتنه کوي نه خپلو سیمو ته تلای شو او د خدای پر بیابان پاته یو».

د بګرامیو په دغه پنډغالي کې چې نزدې اوه سوه کورنۍ تر خیمو لاندي په سړه هوا کې له سمو سرپناوو پرته ژوند کوي د ژمي له سختي څپي سره لاس او ګریوان دي.

د دغو کورنیو خېمې د ورستیو اورښتونو له کبله لندې خيشتې او اولادونه يې هم موسومي ناروغیو څپلي دي.

د سرپل ولایت د سنګچارک ولسوالۍ یوه کډواله مور چې پنځه کوچني ماشومان ور دغاړي دي او د پیښور د شمشتو له پنډغالي هیواد ته راستنه شوې ده له حکومته ګیله منه ده چې پر خپله یوه ژمنه یې هم عمل نه دی کړی:

«زما د خېمې دننه اوبه راغلي دي، له سره هم خېمه څڅیږي، ماشومان مې د یخ له کبله سینه بغل شوي دي، دومره څه نه لرو چې د خپلو ماشومانو درملنه پرې وکړو».

یوې کوچنۍ نجلۍ بیا چې اورښت یي جامې بېخي ور لندې کړي وي په خپلو معصومو ماشومانه الفاظو د خپل مور خبري تکرارولي: «کمپلي نه لرو، سکاره نه لرو، لرګي نه لرو.»

د ملګرو ملتونو له رپوټونو سره سم دا مهال په زرونو کورنۍ د بېلا بېلو دلایلو له کبله د هيواد په دننه کي په پرديو سیمو کې اوسیږي. د دغو کورنیو ډېر یې پلازمینه کابل د استوګني له پاره غوره سیمه بولي چې په وینا یې لږ تر لږه د نړیوالو ټولنو او حکومت پام به ور اوښتي وي.

خو سره له دې هم له تیرو لسو کلونو راهیسې نه یوازي دا چې خپلو اصلي سیمو ته د یادو کورنیو د ستنولو په برخه کې پرمختګ و نه لیدل شو، بلکې د هري ورځي په تیریدو یې په شمیره کې زیاتوالی راځي.