1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيلس د مرگ سزا تهديدوي

نجيب الله زيارمل (dpa)۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه

د پنجوايي د ښځو او کوچنيانو په عام وژنه تورن امریکايي سرتيری د مرگ له سزار سره مخامخ دی. دغه سرتيري د مارچ په مياشت کي په کندهار کي ۱۶ تنې ښځي او کوچنیان ووژل.

https://p.dw.com/p/175yt
In this Aug. 23, 2011 Defense Video & Imagery Distribution System photo, Staff Sgt. Robert Bales, left, 1st platoon sergeant, Blackhorse Company, 2nd Battalion, 3rd Infantry Regiment, 3rd Stryker Brigade Combat Team, 2nd Infantry Division participates in an exercise at the National Training Center at Fort Irwin, Calif. A senior U.S. official, Friday March 16, 2012 identified Bales as the man accused of killing 16 civilians in an attack on Afghan villagers five days ago. The man at the right is unidentified. (Foto:DVIDS, Spc. Ryan Hallock/AP/dapd)
Robert Balesانځور: DVIDS

د امريکا پوځ د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۹) د څارنوالانو له قوله ويلي دي، چي په افغانستان کي د ۱۶ تنو ملکي افغانانو تر عام وژني وروسته د رابرت بيلس دوسيه کيدای سي هغه ته د مرگ سزا ورکړه.

بيلس د خپلي پوځي دندې پر مهال د ۱۶ تنو ملکي کسانو په وژنه، ۶ واري د قتل تلاښ او الکولي موادو په کارولو تورن دئ.

په هغه صورت کي چي بيلس په مرگ محکوم سي، دا په نزدې نيمه پيړۍ کي لومړی امريکايي سرتيری وي، چي په دغه سزا محکوميږي. د مرگ د سزا د معلوماتو غير دولتي مرکز په خبره، چي وروستی ځل په ۱۹۶۱ کال کي جان بنټ د جنسي تيري او قتل د تلاښ په جرم په دار وځړول سو.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات د کلي په عام وژنه کي ډيری کوچنيان ول. دغه عام وژنه د افغانستان په جگړه کي تر ټولو ناوړه پيښه بلل سوې ده. دا چي دغه محکمه به څه وخت پيليږي تر اوسه پوري معلومه نه ده.

پر ۳۹ کلن بيلس باندي تور دی، چي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي ئې د مارچ په مياشت کي ملکي افغانان چي ډيری ئې کوچنيان ول وژلي دي.

هغه دغه کلي ته نژدې په يوه شپه کي دوه واري له خپلي پوځي اډې څخه وتلی وو او په نژدې کليو کي ئې د ملکي کسان ويني وبهولې.

د نوامبر په مياشت کي يوه پوځي څارنوال په واشنگټن کي د فورت لوئيس په پوځي اډه کي ويلي ول، چي دغه سرتيري: «تر هغو ټولو بد جنايت ترسره کړی دی، چي يو انسان ئې ترسره کولای سي.»

دغي عام وژني په افغانستان کي سخت غبرگونونه راوپارول، او له دغه هيواد د بهرنيو سرتيرو د ژرترژره ايستلو ږغ پورته سو.

د بيلس مدافع وکيل ويلي دي، چي هغه روحي ناروغي لري. ويل کيږي، چي هغه د عراق په جگړه کي په سرکي زخمي سوی دئ. دا هم ويل کيږي، چي بيلس په خپله غوښتنه افغانستان ته لېږل سوی وو.