1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بين امللی ټولني په افغانستان کښي تر اوسه پوري يوازي پر نظامي تدابيرو باندي اتکا کړيده .

۱۳۸۶ اسفند ۹, پنجشنبه

د يوې مرستندويه ټولني Oxfam د رپوټ پر اساس په افغانستان کښي د خرابي امنيتي وضع اصلي علت تر ټولو دمخه محلي شخړي دي ...

https://p.dw.com/p/DK6v
انځور: AP

په هغه رپوټ کښي چه دغي ټولني نن په برلين کښي نشر ته سپارلی دی ، ويل سوی دي ، چي افغانان د ذخايرو ،اومو موادو او نورو شيانو پر سر دعوه ، د خرابي امنيتي وضع اصلي علت بولي .

Oxfam د خپل دغه رپوټ د جوړولو دپاره په شپږو ولايتو کښي د ۵۰۰ نفرو څخه پوښتني کړيدي .

د جرمني د Oxfam مشر پاول بينيډيک وويل چه بې امنيتي يوازي د طالبانو د مقاومت له کبله نه ده رامنځته سوې ، بلکه د محلي شخړو له امله هم .

ددغو شخړو ۵۰ فيصده دمځکو پر سر ، ۴۳ فيصده پر اوبو او نور يې کورني اختلافات دي .

شخړي ژر ځکه رامنځته کيږي ، چه په ډيرو ځايو کي بې امنيتي ده ، او د خلګو پلاس وسلې هم آسانه ورتلای سي .

Oxfam ددې خاطره په محلي سطح د اختلافاتو د له منځه وړلو غوښتنه کړيده . او وايي چه بين امللی ټولني په افغانستان کښي تر اوسه پوري په لوړه سياسي سطح يوازي پر نظامي تدابيرو باندي اتکا کړيده .