1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیانیه: د ملا عمر کورنۍ د منصور مشري نه مني

۱۳۹۴ مرداد ۱۲, دوشنبه

د طالبان د پخواني مشر ملا عمر کورنۍ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغي ډلي د مشر په توګه د ملا منصور ملاتړ نه کوي. د ملا عمر کورنۍ غواړي چې د طالبانو نوی مشر د دغي دلي د پخوانيو غړو او علماو له خوا وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/1G8l2
انځور له ارشیف څخه
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو څلورو سرچینو چې د ملا عمر په وړوکي ورو عبدالمنان پورې تړاو لري، ویل شوي دي چې د طالبانو د پخواني مشر کورنۍ له ملا اختر محمد سره بیعت نه دی کړی.

په دغه غږیر پیغام کې ویل شوي دي: «کله چې ملا عمر ژوندی وو هغه تل د مجاهدینو تر منځ د یووالي غوښتنه کوله.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه تائید شو. خو ملا منصور د طالبانو تر منځ له مخالفت سره مخامخ دی.

د هغو کسانو په ډله کې چې د مشر په توګه د منصور له ټاکل کیدو سره مخالفت کوي د ملا عمر زوی یعقوب او د هغه ورور منان هم شامل دي. د طالبانو ځینو سرچینو خبري آژانسونو ته ویلي دي چې دغه دوه کسان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په کویټه کې له هغي غونډي ووتل چې پکښې ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

دغه غبرګونونه ښيي چې منصور به د طالبانو په یو موټي ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ شي. په خپاره شوي غږیز پیغام کې راغلي دي چې د طالبانو مشر باید د علماو «او هغو مجاهدینو د سپارښتنې پر اساس وټاکل شي» چې د طالبانو رژیم بنسټ یې ایښی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب