1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیت المقدس یوه پاڼ ته برابر شوی

عبدالباري حکیم (AFP, AP)۱۳۹۳ آذر ۷, جمعه

په بیت المقدس کې پر یوې کنیسې باندې له برید څخه وروسته په دغه ښار د نورو زور زیاتیو د پیښدو په اړه انديښنې موجودې دي. ځینې خلک د یوې دوهمې انتیفاضه څخه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/1Dwja
انځور: Reuters//R. Zvulun

د بیت المقدس په لویدیځ کې ظاهرا وضعیت عادي ښکاري، خو د تیرو اوونیو پیښو دغه ښار ته سخت ټکان ورکړ.

جیلبرت گلانز د بیت المقدس یو اوسیدونکی دی چې له ځینو نورو میندو او پلرو سر د نوموړي ښار په لویدیځه برخه کې یوه ښونځي کې چیرته چې د هغوی ماشومانو په زدکړو بوخت دي، یوې غوڼدې ته ور روان دی. په وروستیو اونیو کې هغه له امنیتی ستونزو سر ټکوي: «د تیرو کلونو خاطرې مې له یاده نه دي وتلي چی وضعیت دلته څه ډول وو.» نوموړي دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «اوس زه مسلح گرځم. کله چې ماشومان مې ښونځي ته بیایم، بیا گورم چې د کور دروازه مې ښه کلکه تړلې ده که نه. له دې څخه هم اوس ډه ډه کوو چې ماښام بهر چیرته گڼه گوڼو ځایونو ته ولاړ شو.»

د تیرې سه شنبې راهیسې، کله چې دوو فلسطیینانو د نوموړي ښار د «هارنوف» په ناحیه کې چیرته چې ډیري اورتودوکس یهودیان میشت دی، پر یوې کنیسې باندې حمله وکړه او یو تن پولیس او څلور یهودی ملایان چې په عبري ژبه ېې «ربي» بولي ووژل، په بیت المقدس کې تاوتریخوالی یوې یوې ویرونکې مرحلې ته رسیدلې دی.

له دغې پیښی مخکې د ښاري اورگاډي په یو تم ځای کی دوو برید کوونکو چې وروسته وتښتیدل په حملو لاس پوری کړ او لږ تر لږه دری اسرائیلیان یې ووژل. سر بیره پر دې پر «یهودا گلیک» چې یوې ښې اړخې یهودي افراطی مذهبې ډلې پورې یې اړه درلوده، د وژلو قصد د دی سبب شو چې د اقصې د جومات شا او خوا ساحه په موقتي ډول وتړله شي.

د بیت المقدس اوسیدونکې، گلانز وايي:«ستونزه دا ده چې سړی نه پوهیږي چې څه وخت حمله کیږي. دا هغه څه نه دي چې د کومی یوې سیاسي ډلې له خوا یې بند وبست شوی وی، کوم چې موږ یی پیژنو، دا کیدای شی هر څوک وي او هر چیرې پیښ شي. » هغه له حکومت او ښاروالي څخه غواړي چې ټینگ عمل وکړي او د ښونځي شا او خوا کې امنیت نور هم مضبوط او د پلټنې گزمی زیاتی کړې. په اوسني وخت کې د ښونځي ساتونکي هر نفر چې ننوځي، تلاشي کوي او هر ساعت هلته یوه گزمه راځي.

حکومت د سخت ځواب ژمنه کړې ده

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو، پر کنیسې باندې وروستۍ حمله د «بیت المقدس پر سر د جگړې» په نامه یاده کړې ده او د ښار په ټولو سړکونو کې یې د قانون او نظم د اعادې ژمنه کړې ده. په ښار کې چارواکو امنیتي تدابیر زیات کړي او دغه راز د احتیاط پوځیانو باندې یې هم د دندې محدودیت آسانه کړی او هغوی ته اجازه شوې چې له ځان وسلې ولیږدوي.

خو کیناریت میلگروم چې یوه ځوانه اسرائیلی مور ده او د عینې ښونځي دراوزې مخې ته د خپل ماشوم له پاره انتظار لري وايی چې هغه گمان نه کوي چې د امنیتي تدابیرو زیاتول دی له امنیت سره کومه مرسته وکړي ځکه چې د هغې په نظر هیڅوک د دغی لانجې ریښه یی لامونو ته پام نه اړوي: «زه گمان نه کوم دا به کومه گټه وکړي. زه فکر کوم چې د لویدیځ بیت المقدس ډيری اسیدونکي نه پوهیږي چې د ښار په ختیځه برخه کې پر فلسطینینانو څه تیریږي. نو زه ډيره اندیښنه لرم چې وضعیت به همداسی نور هم دوام پیدا کړي.»

دغه اسرائیلی مور د خپلو خبرو په دوام کې وايی: «زه فکر کوم چې هغوی ته باید د اسرائیلو د دولت د بشپړ اتباعو په سترگه وکتل شي او ټول مساوي حقوق باید ورته ورکړل شي. زه فکر کوم چې دا به د ټولو له پاره غوره وي. اوس هر یو ویره لري، نو زه هغوی گرم نه بولم چې ډير په غوصه دي. له دې امله زما له پاره هم سخته ده چې خپل ماشومان خوندي وساتم، ځکه نه پوهیږم چې د څه شي په مقابل له هغوی څخه ساتنه وکړم.»

د تاوتریخوالي غوټه نوره هم کلکیږي

تاوتریخوالي پر دغه ښار باندې خپلې مختلفی اغیزې لا مخکې کړي دي. په لویدیځ بیت المقدس کې رستورانونه او دکانه له خلکو ډک دي خو د ښار اشغال شوې ختیځ او لویدیځ یو بل سره د پخوا په پرتله دير توپیر لري. په ځینو ورځو کې هغه څارونکي بالونونه چې د اسرائیلی چارواکو له خوا په کار لویږي، پر ختیځ بیت المقدس چیرته چې ډيری فلسطینینان اوسیږي، د زوړ ښار پر سر لیدل کیږي. پر کنیسې باندې د برید څخه پرته د فلسطینینانو او اسرائیلو تر منځ کابو ټولې حملې د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس او د لویدیځ تر منځ پیښیږي.

اوس د ښاري اورگاډو تم ځایونو شا او خوا کې کانکریتي دیوالونه جوړ شوي تر څو د موټرو مخه ونیسی چی غواړي د هغو په واسطه په مسافرینو باندې حملې وشي. ویره هرې خوا ته خوره ده. دا هغه څه دي چې اسرائیلي مسافرین یې په غوصه کړي هم دي. یوې اسرائیلي مسافرې چی اورگاډې ته ولاړه ده او د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط یې خبرې وکړې وویل: «ښکاره ده چې ویره شته، زه باید ځان سره دوه ځلې فکر وکړم چې له دې نقلیه وسیلې څخه استفاده وکړم که نه. خو زه بیا هم بله چاره نه لرم.»

هغې زیاته کړه: «زه فکر کوم چې حکومت باید له دی څخه هم زیات سخت غبرگون ښکاره کړي. دا نه شي کیدای چې عربان زموږ پر ضد خپل ترور ته ادامه ورکړي.»

سپیڅلي زیارتونه

د دغو وروستیو تاوریخوالي په محراق کې هغه پیښې دي چې د بیت المقدس په زوړ ښار کې د مسلمانانو د سپیڅلو زیارتونو شا او خوا ته رامنځ ته شوې دي. د یوې ښي اړخې یهودي مذهبې اقلیت ډلې چې لمن یی وار په وار پراخیږي، یو کمپاین چې غواړي په ترڅ کې یې د اقصی د جومات شا او خوا غوڼډې ته یهودی عبادت کوونکي وهڅوي، د وروستي تاوترخوالي عمده لامل گنل کیږي. د یهودیانو له پاره دغه غونده هم سپیڅلې ده. مسلمانان د اقصې د جومات شا او خوا غوندې ته حرم شریف وايي او هغه وروسته له مکې او مدینې څخه دریم سپیڅلی زیارت دی.

د اسرائيلو حکومت په وار وار سره اعلان کړې دی چی د نوموړي سپیڅلي ټاټوبی اوسنی موقف ته به تغییر ور نه کړي چې د هغه له مخې یهودیانو او مسحیانو ته د یو څو معینو ساعتونو له پاره هلته د تلو اجازه ورکول کول کیږي. خو ډيري مسلمان عبادت کوونکو اسرائیلي چارواکو باندې نیوکې کړې دي چې د بیت المقدس د اقصی جومات ته خصوصا د جمعی په ورځ لارې تړلی پاتې دي.