1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلابیلو امنیتي پیښو یوولس کسان وژلي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په څو بیلابیلو امنیتي پیښو کې لږ تر لږه یوولسو تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د امنیتي پیښو شمیر ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BMUa
انځور: DW/Q. Wafa

په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې د یوه بم د چاودنې له کبله اوو تنو ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. افغان چارواکو ویلي دي چې د موسی قلعه او نوزاد ولسوالیو تر منځ یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو چې په پایله کې یې د درو ښځو او دوو تنو ماشومانو به گډون اووه تنه ملکي وگړي ووژل شول. په دې پیښه کې همداراز اته تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د هلمند د والي دفتر همداراز د یوې بیانیې په خپرولو سره د دوو نورو ملکي وگړو وژل کیدل هم تایید کړي دي. په بیانیه کې راغلي دي چې دغو کسانو په کجکي ولسوالې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې پیښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. په یوې بلې جلا پیښې کې بیا په همدې ولسوالۍ کې د یاغیانو له خوا د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید کې یو تن پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د والي له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «طالب یاغیان ډیر وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کوي. خو ډیر وخت ملکي وگړي د دغو بمونو قرباني کیږي.»

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا دراني، هم خبر ورکړی دی چې د یکشنبې په ورځ د سپین بولدک ولسوالۍ بازار ته نزدې د یوه بم د چاودنې له کبله دوو تنو ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې پیښه کې دوه تنه نور ملکي وگړي ټپیان شوي هم دي. له بلې خوا بیا افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په گرشک ولسوالۍ کې ۱۳ طالب یاغیان وژلي دي.

په افغانستان کې ډیر وخت ملکي وگړي د جگړې او یا هم د سړک د غاړې بمونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. ملگري ملتونه په افغانستان کې یاغیان د ملکي وژنو اصلي لامل بولي.