1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلز په غیر تعلیقي عمري بند محکوم شو

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP)۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبه

يوې پوځي محکمې پخوانی امریکايي سرتیری رابرت بیلز، د ۱۶ تنو افغان ملکیانو د وژنې په تور په غیرې تعلیقي عمري بند محکوم کړ. بیلز تر دې مخکې د اعدام له سزا څخه د بچیدو په موخه پر خپلو جرمونو اعتراف کړی وو.

https://p.dw.com/p/19VcJ
Courtroom sketch shows Army Staff Sergeant Robert Bales on the stand, saying he thinks about his victims and their families "every time I look at my kids" during a hearing in Tacoma, Washington, August 22, 2013. A decorated U.S. soldier who gunned down 16 unarmed Afghan civilians in a nighttime rampage apologized on Thursday at a sentencing hearing to determine his fate, calling the killings "an act of cowardice." REUTERS/Peter Millet (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW MILITARY) NO SALES. NO ARCHIVES. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS
USA Afghanistan Mord Massaker Robert Bales Gericht Skizzeانځور: Reuters

پوځي قاضیانو د بیلز په اړه خپله پریکړه تر دوه ساعته بحثونو وروسته اعلان کړه. څارنوالانو ویلي وو چې بیلز د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان په کندهار ولایت کې له خپلې اډې وتلی وو او بیا یې په دوو کلیویو کې ۱۶ تنه ملکیان وژلي ول. د بیلز له خوا په وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل ول.

تر هغه وروسته چې بیلز په محکمه کې خپل جرم قبول کړ دا خبره تر ډیره حده پورې روښانه وه چې هغه به په عمري بند باندې محکوم شي، خو د بیلز وکیلانو هڅه کوله چې پوځي قاضیان دې ته راضي کړي چې تر شل کلونو بند وروسته رابرت بیلز ته د «تعلیقي بند» غوښتلو اجازه ورکړي.

د کندهار تر وژنو مخکې رابیرت بیلز څلور وارې په عراق او افغانستان کې ماموریتونه ترسره کړي ول. د هغه وکیلان استدلال کوي چې دغو ماموریتونو او په جګړه کې د بیلز د ملګرو مړینو پر هغه باندې سخت رواني فشارونه اچولي ول.

د پېښې شاهدان

د کندهار د پېښې یو شمیر ژوندي پاتې شوي قربانیان او د هغوی د کورنۍ غړي اوس په امریکا متحده ایالاتو کې دي ترڅو د رابرت بیلز پر ضد شاهدي ورکړي او د هغه محکمه له نزدې وڅاري. حاجي محمد وزیري چې د کندهار د عام وژنې په پېښه کې یې د خپلې کورنۍ یوولس تنه غړي له لاسه ورکړي دي د محکمې پر وړاندې ویلي وو: «کله چې انسان خپل یو ماشوم له لاسه ورکړي نو څومره درد لري. ما د یوولسو کسانو د مړینې درد ځغملی دی. تاسو فکر وکړئ چې پر ما باندې به څه تیر شوې وي. کله چې کور ته راغلم یوولس مړي راته پراته ول. زه به هیڅ کله هم هغوی هیر نه کړم.»

رابرت باییلز تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې د پېښې له قربانیانو څخه په رسمي ډول بخښنه غوښتې وه او په افغانستان کې د یې ۱۶ تنو ملکي وگړو وژنه یو «بزدلانه» عمل بللی وو. بیلز د محکمې پر وړاندې ویلي وو: «زه له ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومې بخښنه غواړم چې ما یې ورڅخه د کورنۍ غړي اخیستي دي. ما د هغوی د کورنۍ غړي وژلي دي.»

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې بیلز ته د عمري بند سزا ورکول د کندهار د پېښې قربانیان بیرته نه «شي راوستلی». هغه په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو پر حکومت باندې غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب