1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بېلس د پنجوايي د پېښي پر مهال روغ رمټ وو»

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د پنجوايي د زنگاوات کلي د ۱۶ تنو په وژنه تورن امريکايي سرتيري محاکمه په لومړي ځل د دوشنبې په ورځ پيل سوه. څارنوالانو ويلي دي، چي هغه د جرم د ترسره کولو پر مهال «له رواني اړخه سالم وو».

https://p.dw.com/p/16dOu
انځور: DVIDS

د امريکا متحده ايالات څارنوالان وايي، چي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ۱۶ تنو ملکي وگړو وژنه اگاهانه عمل دئ. د دغو کسانو په وژنه تورن روبرت بېلس په اړه په واشنگټن کي استماعيه غونډه جوړه سوې ده.

څارنوال جوزف مورس تيره ورځ په واشنگتن کي د روبرت بېلس په استماعيه غونډه کي وويل، چي بېلس بايد د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ۱۶ تنو ملکي کسانو د وژني مسئوليت چي ډيری ئې ښځي او کوچنيان ول پر غاړه واخلي:

«ده دا کار اگاهانه کړی دئ. هغه په هرڅه پوهېدی. ده خپلي کړني احساسولې.»

د واشنگټن د «لويس مک کورد» په پوځي اډه کي تيره ورځ د ملکي وگړو په وژنه تورن بېلس په اړه استماعيه غونډه جوړه سوه، چي دا برسي کړي، چي د هغه د محاکمه کولو له پاره کافي اسناد سته که څنگه.

د پنجوايي کلي اوسېدونکي
د پنجوايي کلي اوسېدونکيانځور: dapd

تردې مخکي له بېلس څخه دفاع کوونکو او د هغه مېرمني ويلي ول، چي مېړه ئې چي د عراق او افغانستان په جگړو کي ئې ونډه اخيستې ده، د دغه خونړۍ پيښي پر مهال په ځان نه پوهيدی چي څه کوي.

خو څارنوال مورس ويلي دي، چي د هغه پوښتنو له مخي چي بېلس جواب کړي دي، او د ده د يو تن انډيوال په قول چي د پېښي په شپه ئې «ويسکي» ور سره چښلي دي ويلي دي چي بېلس له پوځي اډې ووت او په يوه نزدې کلي کي ئې د بزگرانو په دوو کورونو کي څلور تنه ووژل او شپږ تنه نور ئې ټپيان کړل.

هغه ويلي دي:«کله چي بېلس پوځي اډې ته راوگرځېد، نو خپل انډيوال ته ئې کيسه وکړه، چي هلته ئې پر خلکو ډزي وکړې. خو انډيوال ئې په دې هيڅ باور نه کاوه. وروسته بيا بېلس يو وار بيا له پوځي اډې څخه ووت او په يوه بل کلي کي ئې د ښځو او کوچنيانو په گډون ۱۲ تنه ووژل.»

پر رابرت بېلس باندي اوس د ۱۶ تنو ملکي افغانانو د وژني تور دئ. او ويل کيږي چي شپږ واري ئې د قتل تلاښ کړی دئ.

د پنجوايي د زنگاوات کلي د پېښي د ۲۲ تنو مړو او ټپيانو له جملې څخه ۱۷ تنه ئې ښځي او کوچنيان ول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش