1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېک: مسلمانانو ته دې په درنه سترگه وکتل شي

۱۳۸۶ خرداد ۲۵, جمعه

د آلمان د راينلند فالڅ آيالت لومړي وزير او د سوسيال دموکرات گوند مشر کورت بېک غوښتي دي چې په آلمان کې مېشتو درې نيم مليونو مسلمانانو ته دې په درنه سترگه وکتل شي.

https://p.dw.com/p/DKIX
د آلمان د سوسيال دموکرات گوند مشر کورت بېک
د آلمان د سوسيال دموکرات گوند مشر کورت بېکانځور: picture-alliance/dpa
«د دين د آزادۍ يوه برخه د کليساگانو او جوماتونو جوړول هم دي« بېک له EPD سازمان سره په مرکه کې وويل. د پلوراليزم يا بېلابېلوالي په يوه ټولنه کې بايد مسلمانان هم حق ولري چې خپل ديني مراسم ادا کړي. خو ښاغلي بېک زياته کړه چې دی همداراز له ترکيې او نورو اسلامي هېوداونو څخه تمه لري چې د مسيحيانو کليساگانې دې هلته ومنل او په درنه سترگه دې ورته وکتل شي.