1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده ډاکټران له کندز څخه وزي

۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

د «بې سرحده ډاکټرانو» مرستندوی سازمان د هغوی د روغتون تر بمبارۍ وروسته له کندز څخه وزي. د دغه سازمان يوې وياندې د يکشنبې په ورځ وويل چې روغتون نور له کاره لوېدلی دی او ناروغان يې نورو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GiQB
Karte Afghanistan Provinz Kunduz Deutsch/Englisch

د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما، د امريکايي هوايي بريدونو د څېړلو اعلان کړی دی او له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي هم شريکه کړې ده. ملګرو ملتونو څرګنده کړې ده چې دغه بمباري کېدای شي يو جنګي جنايت وي.

د «بې سرحده ډاکټرانو» سازمان وويل چې پر روغتون برید نړيوالو مقرراتو ته لويه ضربه ده، چې ۱۲ کارکوونکي او لږ تر لږه ۷ ناروغان د ۳ ماشومانو په شمول هم پکې وژل شوي دي. سربېره پر دې ۳۷ انسانان ټپيان شوي هم دي. د کندز د دغه طبي مرکز د «جي پي اس» کووردينات هم «د واشنګټن او کابل په شمول د جګړې ټولو ښکېلو غاړو ته» ورکړل شوي ول. دغه کار د دې له پاره کيږي چې ملکي ودانۍ په جنګ کې وژغورل شي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په دې ترڅ کې دا خبره رد کړې ده چې ګويا طالب جنګياليو دې د روغتون له داخل څخه پر افغاني او امريکايي ځواکونو باندې ډزې کړې وي. سازمان زياته کړې ده چې «د شپې له خوا د ودانۍ ټولې دروازې تړلې وې چې د کارکوونکو او ناروغانو پرته هيڅ بل چا په روغتون کې شتون نه درلود.» دغه سازمان زیاته کړې ده چې په روغتون کې د طالبانو د نه شتون سره سره هر ناروغ، که هغه حتی د طالبانو يو زخمي جنګيالی هم وي، د نړيوالو بشري حقوقو له مخې یو نه جنګېدونکی ملکي وګړی بلل کيږي. له دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت انتقاد کړی وو چې طالبانو له دغه روغتون څخه د «ډال» په صفت کار اخيستی وو. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده آيالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې پېښه به له افغان حکومت سره په همغږۍ څېړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب