1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې وزلي په افغانستان کي ماشومان جگړې ته اړ کوي

۱۳۹۶ شهریور ۱۵, چهارشنبه

په روان اوړي کې د طالبانو له خوا د برمته شوو په لسونو تنکي ځوانانو ژغورنې روښانه کړه چې څنګه طالبان د افغانانو له بې وزلۍ ګټه اخلي او ماشومان خپلو ډلو ته جذبوي څو جګړه ورباندې مخ ته یوسي.

https://p.dw.com/p/2jPfC
Kindersoldaten in Afghanistan
انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

افغان امنيتي ځواکونو د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان پولې ته څیرمه شاوخوا ۴۰ برمته شوي ماشومان وژغورل. چارواکي وايي چې انساني قاچاقبران له طالبانو سره ګډ کارکوي، څو بې وزلو کورنیو ته د دیني زده کړو د ژمنې په بدل کې ان څلور کلن ماشومان د طالبانو لیکو ته جذب کړي.

چارواکو په دې هکله وویل چې په حقیقت کې ټاکل شوې وه چې دغه ماشومان په پاکستان کې د دیني عالمانو له خوا د سخت دریځو په توګه وروزل شي او د پوځي روزنو په ورکولو سره له دوی څخه په جګړه ځپلي افغانستان کې د بریدګرو په توګه کار واخلي.

پولیسو ژغورلی ۹ کلن شفیع الله د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زموږ والدینو تل غوښتل چې موږ دیني زده کړې وکړو خو موږ نه پوهیدو چې موږ ته دوکه راکول کیږي او د مغزونو په مینځلو سره زموږ څخه ځانمرګي بریدګر جوړیدل.»

د دولت پلوه امنیتي ځواکونو لخوا د بچه بازۍ او یا د جنسي اړیکو له پاره د ماشومانو د ساتنې پیښې پخوا هم تر سترګو شوي خو د افغانستان د شخړي په دواړو ښکيلو خواوي کي له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه د کار اخیستني پیښې ثبت شوي دي.

خو په غزني کې د روان اوړي په ترڅ کې د طالبانو له منګولو څخه د ماشومانو د ژغورنې پیښې د افغان حکومت او د بشري حقونو د دفاع ډلو هغه تورونه چي طالبان له ماشومانو کار اخلي، په اثبات ورسول. افغان حکومت او د بشري حقونو د دفاع ځینو ډلو پر وسله والو طالبانو تور لگولی وو چې دغه ډله په افغانستان کې ماشومان تښتوي او بیا په پاکستان او افغانستان کې یې په مذهبي مدرسو کې د جنګیالیو په توګه روزي.

د افغانستان او سویلي آسیا له پاره د امریکا د نوې تګلاري پرمهال، د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د نورو موضوع ګانو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د یاغیانو د جلب او جذب چينه به وچه کړي.

بل لوري ته بیا د چارو کارپوهان وايي چې بې وزلي د دې راز پیښو تر شا اصلي فکتور دی. دوی همدا راز وايي چې بې وزله کورنۍ نه شي کولی د ماشومانو اړتیاوې پوره کړي، نو له همدې کبله پرته له دې چې دوی وپوهیږي خپل ماشومانو سخت دریځو او داسې کسانو ته په لاس ورکوي چې د دوی له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي.

د فرانسې خبري آژانس له ځینو هغو ماشومانو سره خبرې کړي چې په دې وروستیو کې د برمته کوونکو له منګولو آزاد شوي او اوس د غزني ولایت په یوه دار الیتام یا یتیم خانه کې ساتل کیږي. چارواکي اوس د هغوی د مور او پلار موندلو په لټه کي دي.

له دوی څخه یو هم ۹ کلن نبي الله دی. نوموړي په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیدې او سلګيو يې خبري قطع کولې له خپل کور څخه د جذب کوونکو لخوا د انتقال کیسه یادوي او وايي: «هغوی زما له پاره سره وغږیدل او زما پلار هم کوم ممانعت ونه کړ.»

یوه بل ماشوم چې ویل یې ۸ کلن دی، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «دوه طالبان راغلل او موږ ته یې وویل چې موږ تاسې د [پاکستان] په کوټه کې یوې مدرسې ته انتقالوو. موږ نو نه پوهیدو تر هغو پورې چې دغه کسان ونیول شول.»

چارواکي وايي چې د ژغورل شوو ماشومانو عمرونه د ۴ او ۱۴ کلونو په منځ کې دي. بل لوري ته بیا د غزني د والي مرستیال عارف واحدي دغه پیښه د اختطاف چیانو یوه ډله ګڼي چې ماشومان له اختطاف وروسته پاکستان ته انتقالوي.

د غزني ولایت امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار، د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې تښتوونکو ماشومانو ته نشيي توکي ورکړي او دوی یې ګنګس او بې سده کړي. هغه زیاتوي چې په ژغورل شوو ماشومانو کې ۱۳ تنه یې تنکي ځوانان دي او داسې ښکاري چې دوی د ځانمرګو بریدګرو په توګه روزل شوي هم دي. له ژغورنې وروسته دغه ماشومان د رسنیو مخې ته راوستل شول او د تښتوونکو ترڅنګ ولاړ ځینو ماشومانو اوښکې تویولې.

افغان مشران بیا دغه څه ردوي چې ګواکې دوی په قصدي توګه دغه تنکي ځوانانو د طالبانو لیکو ته لیږلي ترڅو دوی ورباندې خپله ۱۶ کلنه اوږده جګړه روانه وساتي.

د غزني ولایت په ګاونډ کې د پکتیکا ولایت یو قومي مشر حاجي محمد شریف د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «زه دا منم چې ماشومان د مذهبي زده کړو له پاره پاکستاني مدرسو ته لیږل کیږي خو زه فکر نه کوم چې دوی دې د ځانمرګو بریدګرو په توګه وروزل شي.» یاغیان هم دغه راز هڅې ردوي.

د مصر په پلازمینه قاهره کې له الازهر پوهنتون څخه د پاکستاني مدرسو د چارو کارپوه احمد شهیر وايي چې د دې پیښو تر شا اصلي لامل بې وزلي ده. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «زیاتره بې وزلې کورنۍ له دې امله چې د خپلو ماشوامانو د تعلیم مصارف نه شي پوره کولی، دوی ناپیژندو کسانو ته سپاري ترڅو د پاکستان په مدرسو کې وروزل شي.»

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو کې د ماشومانو په هکله یو هر اړخیز رپوټ هم خپور کړی. دغه سازمان په خپل رپوټ کې یادونه کړې چې په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کندز ولایت کې د بې وزلۍ له امله په مدرسو کې د ماشومانو پاتېدل ډیر ترسترګو کیږي او زیاتوي چې هغه وخت چې د ماشومانو والدین په حقیقت وپوهیږي، بیا طالبانو دوی ته خپل ماشومان بیرته نه سپاري.

په کندز کې د روان کال د جون په میاشت کې چارواکو وویل چې دوی  یو ۱۱ کلن ماشوم نیولی چې غوښتل یې پر پولیسو برید وکړي. پولیس وايي چې نوموړی هلک په مدرسه کې داسې روزل شوی وو چې حکومتي ځواکونه یو قانوني هدف دی او دا هم ورته ویل شوي ول چې دغه ځواکونه یا په خپله کافران دي او یا د کفارو په خدمت کې دي.

ولسمشر ترمپ بیا تیره میاشت په خپله وینا کې وویل چې متحد ایالات په [افغانستان] کې ملت جوړونه نه کوي. هغه وویل چې موږ یوازې ترهګر وژنو او د افغانستان د ټولنې مسوولیت یې پر افغانانو ور واچاوه.

د نړیوال بانک او د افغانستان حکومت له خوا د روان کال په می میاشت کې د یوه خپاره شوي رپوټ په حواله په افغانستان کې ورځ تر بلې فقر او بې وزله مخ پر ډیریدو ده. په رپوټ کې راغلي دي چې ۳۹ سلنه افغانان د ژوند اساسي اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د مصر په پلازمینه قاهره کې له الازهر پوهنتون څخه د پاکستاني مدرسو د چارو کارپوه احمد شهیر او د بشري حقونو د څار سازمان هم ورته نظر لري. شهیر اټکل کوي چې د ۱۰ نه تر ۲۰ زرو ماشومان د پاکستان په مدرسو کې روزنه ترلاسه کړې. شهیر وايي چې «هلته د دوی ژوند ډیر سخت دی. دوی ته د خوراک له پاره څه نه ورکول کیږي او مدرسې دوی ته په زندان بدلیږي.» هغه زیاتوي چې بیا وروسته ګام په ګام دوی له خپلو کورنیو نفرت پیلوي او کله چې دغه نفرت پیدا شي بیا دغه کسان احساس کوي چې په ژوند کې دوی هیڅ راتلونکی نه لري.»