1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي به د پوسته رسونې کار کوي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د نړۍ تر ټولو لوی آن لاین پلورنکي شرکت «امازون» په پام کې لري چې د خپلو پیردونکو فرمایشونه په ۳۰ دقیقو او یا تر دې هم په لږ وخت کې د دوی تر کورونو پورې ورسوي.

https://p.dw.com/p/1ASAf
انځور: amazon/picture-alliance/dpa

په دومره لنډ وخت خپلو مشتریانو ته د لاسرسي په موخه دغه شبکه د بې پيلوټه الوتکو مرستې ته اړتیا لري.

د فرانسې خبري آژانس د امازون له مشر«جیف بیزوس» په حواله ویلې دي چې د نړۍ تر ټولو لوی ان لاین پلورونکې شرکت په دې هڅه کې دی چې د خپلو پيرودونکو له خوا فرمایش کړل شوی سامان تر۳۰ دقیقو په لږ موده کي دوی ته ورسوي.

د بیزوس، په خبره د« پرایم اییر» په نامه د دغې پروژې د عملي کولو په موخه به له کوچنیو بې پيلوټه الوتکو«ډرون» څخه کار واخیستل شي.

که څه هم د عمل په ډګر کې د دغي پروژی د پياده کولو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي حکومت پر اجازې سربیره د ساتني د ازموینو ترسره کول هم ضروري دي، خو سره له دې هم د دغې شبکې مشر بیزوس، هیله مند دی چې دغه خوب به يي د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې په حقیقت بدل شي.

کوچنۍ بې پيلوټه الوتکه
کوچنۍ بې پيلوټه الوتکهانځور: amazon/picture-alliance/dpa

د دغه شرکت مشر د CBS تلویزوني شبکې د 60 Minutes په نامه پروګرام سره د مرکې پر مهال وویل:«داسې هیڅ دلیل نشته چې د بې پيلوټه الوتکي د ډیلیوري« پیرودونکو ته د هغوی د فرمایش کړل شوو موادو رسول» د آلې په توګه کار نه شي اخیستل کیدای.

بیزوس زیاته کړه چې هغه په دې پوهیږي چې د بې پيلوټه کوچنیو الوتکو په وسیله پيرودونکو ته د هغوی سامان رسول یوه علمي تخیلي کیسه بریښي، خو دا یو حقیقت دی. بیزوس وویل:«موږ په نیم ساعت کې د خپلو پيرودونکو فرمایشونه پوره کولای شو. موږ په دې توګه تر۵ پاونډو پوري وزن استولې شو، د دغه وزن درلودونکي پاکټونه یا بستې زموږ د فرمایشونو ۸۶ سلنه برخه تشکیلوي.

د امازون په انټرنټ پاڼه کې په یوه ویډیو کې ښودل شوې ده چې د رموټ په وسیله کنترولیدونکی کوچني الوتکه په څه ډول د خپلو پيرودونکو کورونو ته د هغوی فرمایش کړل شوي شیان انتقالوي. دغه پاکټ انتقالوونکې الوتکې«ډرون» ته د«آکټو کاپټر» نوم ورکړل شوي دی. ویل کیږي چې دغه الوتکي له خپل مرکز څخه تر۱۶ کیلومتره پورې د سامان د انتقالولو ظرفیت لري.

د بیزوس په خبره پر دې سره به نه یوازي دا چې مصرفونکو ته په خپل وخت د هغوی سامان او فرماشونه ورسول شې، بلکي د چاپيریال د ککړتیا مخه به هم ونیول شي، ځکه په دې توګه به د پيرودونکو د فرماشونو د پوره کولو په موخه د ډیرو موټرو د تګ راتګ څخه مخنوی شوی وي.

که چیري د امازون دغه پروژه بریاليتوب ته ورسیږي، نو د«وال مارټ» ترڅنګ په امریکا کې کوچني شرکتونه لکه د «پيڅا ریستورانتونه» به هم خپلو مشتریانو ته د دوی د فرمایشونو د پوره کولو په موخه له بې پيلوټه الوتکو څخه استفاده وکړي.