1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پيلوټه الوتکي په کرايه ورکول کيږي

شمس الرحمن ناصر (afp,dpa)۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه

يوه جاپانۍ شخصي امنیتي کمپنۍ داسي بې پيلوټه الوتکي په کرايه ورکوي چې په یوه وادانۍ کي د خطر زنګ تر وهلو وروسته د پيښې ځای ته ځي او مرکز ته د انځورنو لیږدول پیلوې.

https://p.dw.com/p/17BMD
Ein sogenannter SensoCopter fliegt am Freitag (15.02.2008) in Dresden durch die Luft. Der ferngesteuerte Vier-Rotor-Flugapparat aus Kohlefaser, den die sächsische Polizei am gleichen Tag in Dienste stellte, hat einen Durchmesser von einem Meter, ist 700 Gramm schwer und kann verschiedene Kameras tragen. Das Fluggerät soll künftig vor allem gegen Fußball-Hooligans eingesetzt werden. Die Kamera kann fast lautlos über Menschenmengen schweben und wichtige Bilder zur Beweissicherung machen. Derzeit kommen Randalierer häufig unerkannt davon, weil den Polizisten durch ausufernde Gewalt keine Zeit zum Sammeln von Beweisen haben. Die Drohne kann auch bei anderen Großveranstaltungen oder bei Geiselnahmen eingesetzt werden. Foto: Oliver Killig dpa/lsn +++(c) dpa - Report+++
Ferngesteuerte Drohne aus Kohlefaser Senso Copterانځور: picture-alliance/dpa

دSecom سیکوم په نامه د جاپان د امنيتي کمپنۍ له خوا جوړه شوې دغه الوتکه یوې چورلکي ته ورته شکل لري، چې د یوې داسی ځانکړي کمرې درلونکې ده چې د پيښې پر مهال نېغ په نېغه د انځورونو د لېږلو توان لري.

د سیکون د کمپنۍ د یوې ویاندي اسوکا سیتو Asuka Saitoپه حواله:«دغه الوتونکی روبات، زموږ د آن لاین امنیتي سیستم په وسیله، یوه ودانۍ ته په غیر قانوني توګه د یو چا د ننوتلو د سګنال له ترلاسه کولو سره سم الوزي او د پيښي ځای ته ځان رسوې»

مېرمن سیتو په دې اړه زیاتوي: «په دې ټکنالوژۍ سره به موږ ژرترژره په دې وتوانیږو، چې په یاد ځای کې څه تيريږي.»

دغه بې پيلوټه الوتکه ۱،۶ کيلوگرامه وزن لري
دغه بې پيلوټه الوتکه ۱،۶ کيلوگرامه وزن لريانځور: picture alliance/dpa

د مېرمن اسوکا سیتو په خبره د څلورو پکو درلودونکی دا ماشین په اصل کي د Ascending Technologies اسکنډنګ ټکنالوژۍ په نامه د یوې آلمانۍ کمپنۍ په وسیله جوړ شوی ماډل دی، چي د هغه له پاره کمره، سافت ویر او نور د اړتیا وړ تکنالوژي د سیکوم د کمپنۍ له خوا جوړه شوې ده.

د سیکوم په نامه د دغه امنیتي جاپانې کمپنۍ په حواله د امنیتي موخو په خاطر استعمالیدونکی دغه شخصي روبات دوه فټه قطراو ۱.۶ کیلوګرامه وزن لري.

دغه روبات د هر ډول کمپنۍ امنیتي مسئولینو ته دا امکانات برابروي چې د هغو برخو او ځایونو څارنه وکړي، چي د نورو نصب شوو امنیتي کمرو په وسیله يي څارنه ممکن نه وي.

دغه بې پيلوټه الوتکه د سیکوم د کمپنۍ د آن لاین امنیتي سیستم یوه برخه ده او د چاپان نوري کمپنۍ يې د پنځه زره چاپانې « ین» چې ۵۸ امریکايي ډالره کیږي په بدل کي د یوې میاشتي له پاره کرايه کولای شي.

د سیکوم د کمپنۍ د ویاندي په خبره دغه سیستم به د ۲۰۱۴ م کال د اپریل په میاشت کي په کرايه ورکول کیږي. د مېرمن سیتو په خبره د دوی کمپنۍ په پام کې لرې چې دغه تکنالوژي به نورو هیوادونو ته هم ورکړي.