1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پیلوټه الوتکې پنځه یاغیان ووژل

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

امریکايي بې پیلوټه الوتکي یو وار بیا په پاکستان کې شکمن کسان په نخښه کړل. د چارواکو په خبره د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه تنه یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/143xs
انځور: AP

یو پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکي د پاکستان میرانشا ته نژدې د سپګه په سیمه کي د یاغیانو پر یوه مرکز دوه توغندی وتوغول چې په پایله کي ئې پنځه یاغیان ووژل شول.

دغه برید په میرانشا کي دوو پاکستاني چارواکو منلی دئ. میرانشا په شمالي وزیرستان کي د طالبانو اصلې مرکز گڼل کیږي. د چارواکو په خبره په پیښه کې یو شمیر نور یاغیان ټپیان شوي هم دي چې دقیق شمیر ئې نه دئ معلوم.

دغه برید په داسې حال کې تر سره کیږي چې تیره اونۍ هم په پاکستان کي د یوې بې پیلوټه الوتکي په برید کي د القاعدې د ډلې مشر بدر منصور، ووژل شو.

د پنجشنبې د ورځې برید یوازي څو ساعته مخکي له هغه چې په پاکستان کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو تر منځ غوڼده پیل شي تر سره شوی دئ.

ولسمشر اوباما تیره میاشت د لومړي ځل له پاره دا خبره په رسمي توگه ومنله چي امریکا په پاکستان کې یاغیان او د القاعدي د ډلي غړي د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې نیسي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله امریکا پر پاکستان باندی په ۲۰۰۹ کال کې د بې پیلوټه الوتکو ۴۵ بریدونه تر سره کړې دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۰ کال کي ۱۰۱ او ۲۰۱۱ کال کې ۶۴ ته لوړ شوی دئ.

د امریکا د روښانه شوو دیپلوماتیکو اسنادو په حواله پاکستاني چارواکي هم په خصوصي ډول د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ملاتړ کوي خو په عام محضر کي بیا دغه بریدونه غندي چې د خپلو خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري.

د پاکستان او امریکا اړیکي اوس په یوه ډیر حساس پړاو کي دي. د دغو دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي هغه وخت ډیرې خړې پرړي شوې چې امریکایي سرتیرو د پاکستان په زړه کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن، وواژه.

تر دې پیښې وروسته امریکا پر پاکستان نیوکي وکړې چې د دغه هیواد په وړاندې دوه مخی سیاست چلوي.

مسعود جهش (فرانس پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل