1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې ځايه سوي کورنۍ: حکومت هير کړي يو

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه

سږکال د نورو کلونو په څير بیا هم په لسونو بې ځایه شوي کورنۍ په کابل کې د ژمي له را رسیدو سره انديښمني دي. دغه کورنۍ د مختلفو لاملونو په سبب کابل ته کډه سوي دي.

https://p.dw.com/p/171Uj

په داسي حال کې چې د سږ کال لومړۍ واوري هم د دغه ښار ځیني برخي پوښلي دي. دغه کورني بي ځایه شوي خلک وايي جنګ جګړې، اوزګارتیا، فقر او د هغوی په اصلي سیمو کي د ټوپکسالارانو واکمنتیا هغه لاملونه دي چې ډیری دغه کورنۍ یي داخلي کډوالۍ ته اړ کړي دي.

د کډوالو له پاره د ناروي هیواد پلاوی تیره میاشت په یوه راپور کې وویل چې د سخت ژمي له امله د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو په ژمیو کې شاوخوا دوه سوه ماشومان د یخنۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

او په ټولیزه توګه څه باندي ۴۶۰۰۰۰ زره افغانان جنګ جګړو او فقر له خپلو سيمو بې ځایه کیدو ته اړ شوي دي.

په کابل کي يوشمېر مېشتو بې ځايه شوو کورنيو نن پنجشنبه (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۳) له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چې له تیرې یوې اوونۍ راهیسي په کابل کې هوا د پام وړ سړه شوي او دوي نه سمي خیمې لري چې ځان پرې له یخنۍ وساتي او نه هم د سونګ مواد.

د کابل په چمتلې دښت کي د بې ځايه شوو کورنيو يو تن محمد جان وايي، چي ډيری ماشومان یې د ناڅاپي سړي هوا له کبله ناروغان شوي دي او دوي نه پوهیږي چې چیري یي درملنه وکړي، ځکه حکومت هیر کړي دي: «موږ وایو چې ډیره سخته هوا ده، روپۍ نه لرو چې بوټي واخلو او خپلي خیمې پرې ګرمي کړو. حکومت څخه غواړو چې موږ ته کورونه برابر کړي، خیمي مو د یخ د کابو کولو توان نه لري، بړستنې نه لرو، کارروزګار نه لرو، څه وکړو، حکومت هیر کړي یو.»

له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان له ډیرو سیمو په خاصه توګه شمالي او سویلي ولایتونو څخه په سونو کورنۍ پلازمیني کابل او ګرد چاپیر ولایتونو ته چې نستباً له امنه ډک شمیرل کیږي ورکډه شوي دي.

هغوی دغو سیمو ته د خپلي کډوالۍ اصلي لامل په دې کې بولي چې ګوندي په کابل کې به له نږدې ورته د چارواکو پام واوړي دوي ته به د کاروزګارر په برابرولو کې لازمي اسانتیاوي برابري کړي.

حکومت څو ځله ویلي دي چې دوی هڅه کوي نه یوازي د ملک دننه، بلکې له هيواده دباندي هم افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړي خو په عمل کې له تمي سره سم څه نه لیدل کیږي.

د کډوالو چارو وزارت مرستیال صمد حامي وايي، چي تر اوسه پوري د کډوالو چارو وزارت د دغسي بي ځایه شویو له پاره مشخصه پالیسي نه لرله او دوی هڅه کوي چې د یوې پالیسۍ په جوړولو سره د هغوی ستونزو ته د حل لاري ومومي.

د حکومت شمیري ښيي چې شاوخوا پینځه زره کورنۍ د بېلا بېلو دلایلو له امله د هيواد له شمالي، او سویلي ولایتونو کابل ته را کډه شوي دي او تر خیمو لاندي ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان پر بنسټ د بې ځايه شوو کورنیو یوه پر دریمه برخه ماشومان ښونځیو ته نه شي تلای او۷۵ سلنه دغه خلک نه غواړي بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل