1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې ځايه سوي کورنۍ مرستو ته اړتيا لري

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۸, پنجشنبه

په افغانستان کي جنگونو او زورزیاتیو نزدې ۷۲۸ زره خلک له خپلو ټاټوبو څخه بې ځایه کړي دي. د ژمي له پیل سره سم ملگرو ملتونو او افغان حکومت له نزدې ۲۲۵ زرو خلکو سره د بشري مرستو یوه لړې پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EGYR
انځور: picture alliance/AP Photo

افغان حکومت او د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۷مه) په افغانستان کي له بې ځايه سوو سره د ژمي د مرستو لړۍ پېل کړه. په دې ترڅ کي به تقريباً ۲۲۵ زرو انسانان ته شړۍ، کالي او د سون مواد ورکړل سي.

په تيرو کالو کي د سخت ژمي له کبله په زياته بيا يو شمېر کوچنيان مړه سول. د UNHCR ادارې ويلي دي چي پوره کوښښ به وکړي، چي سږ کال پر سم وخت په اړينو مرستو سره د ځاني تاوانونو مخه ونيسي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت معين فضل احمد اعظمي ويلي دي، چي په افغانستان کي د بې ځايه سوو خلکو شمېر ډېر دی، چي هر ډول مرستو ته اړتيا لري. د هغه په وينا هغه مرستي چي دوی يې کوي هغه کفايت نه کوي. هغه زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې ډير زیات بې ځايه سوي خلک لرو.»

د هغه د وینا له مخې یوازي په کابل او شا او خوا سیمو کې۲۳۰۰ کورنۍ، مرستو ته اړتیا لري. دغو کډوالو ته هر کال د ژمي یو لړ مرستي لکه سکاره، د کوچنيانو له پاره تاوده کالي، د پخلي وسیال او نوري اړیني مرستي ورکولې کیږي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي، «بوشیک» وویل: «موږ هیله من یو چې دغه پروگرام ټول ژمی دوام وکړي او لږ تر لږه د کډوالو د ژمي د سختو سړو او یخنۍ درد دوا کړي.»

د ملگرو ملتو نوموړي استازي وویل: «موږ وینو چي وار په وار د دغو کډوالو شمیر زیاتیږي. د هغوی ډيره برخه له هغو سیمو څخه کډه کیږي چې پکښې جنگ او زورزیاتی روان دی.»

يوه بې ځايه سوي چي خپل نوم يې د فرانسې خبري آژانس ته حيات الله ښوولی دئ، ويلي دي، چې د هغه په ولایت (وردگو) کې وخت په وخت له طالبانو سره نښتي کيږي او ژوند هلته ډير سخت دی.

حیات الله څو کاله کیږي چې له خپل وطن څخه کابل ته کډه کیدو ته مجبوره سوی دی. هغه ويلي دي، چې دی او کورنۍ يې مرستو ته اړتیا لري: «زه له دغو مرستو مننه کوم. پخوا به موږ ته اوړه او غوړي راکول کیدل. خو سږ کال په دغو مرستو کې کمښت راغلی دی. زه شپږ کوچنيان لرم. نه کور او نه سرپناه لرم.»

یوه میرمن چې ۶۶ کاله عمر لري ويلي دي: «موږ غریب خلک یو. موږ د ژمي له پاره څه نه لرو. دغه درې بوجۍ سکاره ښايي، دوې میاشتي هم دوام ونه کړي.»

د ملگرو ملتو د معلوماتو له مخې په افغانستان کي د جگړو له امله ۷۸۲ زره خلک د هیواد په دننه کي د کډوالۍ ژوند لري. یوازي په ۲۰۱۴م کال کي۱۳۰ زره نوي داخلي کډوال ثبت سوي دي.