1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې چانسه مقاومت

۱۳۸۷ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

پنځه شپيته کاله د مخه د پولند په پلازمينه وارساکی يهودانو د نازیانو له خوا د دوی د نابودولو د سياست په ضد په يوه پاڅون لاس پوری کړی و.

https://p.dw.com/p/DiEx
په کال 1943 کې څو يهودان د جرمنانو بر ضد لاسونه پورته کوی
په کال 1943 کې څو يهودان د جرمنانو بر ضد لاسونه پورته کویانځور: AP

دغه پاڅون که له یوۍ خوا د ناسيونال سوسيالستانو د يهودی ضد سياست په مقابل کی یو سمبول بلل کيږی، خو له بله پلوه يوه ويرجنه پيښه هم وه ځکه چی وروسته دماتی سره مخامخ شو.
د 1943 ميلادی کال د آپريل د میاشتی 19 نيټه وه چی په وارسا کی يهودانو دنازيانو په ضد په مقاومت لاس پوری کړو . د 1940 ميلادی کال نه راپديخوا نازيانودآلمان او پولند نه يهودان د وارسا په ښار کی په یوه ډير ه کوچنۍ سيمه کی ر ډير سخت فشارلاندی نيولی و. څه نه څه نیم مليون يهودان په يوه ډیره کوچنی سيمه کی سره راغونډکړای شوی وو . او بيا په 1942 میلادی کال کی دوی له دغۍ سيمۍ نه دنابودولو قرارګاوته ليږدول کيدل . د همدی کال دسپتمبر تر مياشتی پوری تر 300000 پوری انسانان دتربلينکا د ښار دګازو په داشونو کی وسوزول شول .

نو د وارسا په ګيتویا محاصره ځای کی د يهودانو دپاڅون مشران ته داخبره څرګنده وه چی پاتی 60000 انسانان به هم په تدريج سره دانسانانو دسوزولو داشونو ته وليږدول شی . همدا وو چی سيهونيستی او سوسيالستی ځوانانو د اپريکړه وکړه چی د ناريانو په مقابل کی په مقاومت لاس پوری کړی .
په دغه مقاو مت کی 750 تنو ونده اخيستی وه دوی په هغه سلاو سره سمبال و چی یا په قاچاقی ډول سره يی ترلاسه کړی و او يا دوی پخپله جوړ کړی و، د نازی آلمان د عسکرو او پوليسو په مقابل کی 27 ورځۍ په مقاومت لاس پوری کړ . خو د 1943 ميلادی کال دمی د مياشتی په ۱۶ نيټه د نازیانو د اس اس ځواکونو اعلام وکړ چی په وارسا کی نور د يهودانو کلی وجود نلری .

سږ کال په وارسا کی ديهودانو دپاڅون 65 کاليزی يادونه نن یعنی دآپريل دمياشتی په 15 نيټه کيږی ، ځکه چی د اسرایلو ولس مشر شیمون پيريس نن وارسا ته راځی .