1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره په سرحد کي د دفاع دوهم کمربند جوړ سو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د تاجيکستان چارواکو ويلي دي چي له افغانستان سره په سرحد کي ئې د افراطيانو د ورتگ د مخنيوي په هدف د دفاع دوهم کمربند جوړ کړ. د منځنۍ اسيا يو شمېر هيوادونه بيره لري چي له افغانستان څخه د ياغيانو لمن ور پراخه نه سي.

https://p.dw.com/p/1FKMZ
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د تاجيکستان چارواکو ويلي دي چي له افغانستان سره په سرحد کي ئې د افراطيانو د ورتگ د مخنيوي په هدف د دفاع دوهم کمربند جوړ کړ. د منځنۍ اسيا يو شمېر هيوادونه بيره لري چي له افغانستان څخه د ياغيانو لمن ور پراخه نه سي.

يوه تاجيکي چارواکي د روسيې انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي د افغانستان په کندز ولايت کي وروستيو جنگونو ته په کتوسره ئې له دغه هيواد سره په سرحد کي نور امنيتي ځواکونه هم ځای پر ځای کړي دي.

څو ورځي وړاندي د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي ول چي په تيرو څو مياشتو کي افراطي ډلي «اسلامي دولت» په افغانستان کي خپلي منگولي ټينگي کړي دي او هلته د جنگياليو په جلب و جذب بوخته ده:

«زموږ د معلوماتو له مخي دغي ډلي اوس په افغانستان کي د روزني څلور پاخه کمپونه جوړ کړي دي چي جنگيالي پکښي راټولوي.»

څو مياشتي دمخه د عمومي امنيت تړون سازمان غړي هيوادونه ارمنستان، سپينه روسيه، قزاقستان، قرغزستان، روسيه او تاجيکستان پر دې باندي سره سلا سول چي د خپلواکو هيوادونو مشترک المنافع ټولني هغه غړي چي له افغانستان سره سرحد لري مرسته وکړي. تاجيکستان له افغانستان سره نزدې ۱۳۴۴ کيلومتره سرحد لري.

بله خوا د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر نن ولسي جرگې ته ويلي دي چي د افغانستان د ملي امنيت شورا په دې باور ده چي د هيواد په شمال کي د تروريستانو د حضور اصلي دليل دا دئ چي د ترکستان اسلامي جنبش غواړي چين ته ننوزي، انصارالله ډله غواړي تاجيکستان ته ولاړ سي او د ازبکستان اسلامي حرکت غواړي منځنی اسيا او حتی روسيې ته ځان ورسوي.

اتمر ويلي دي چي هيواد به ئې هيڅ يوې تروريستي ډلي ته د دې اجازه ور نه کړي چي په افغانستان کي پټن ځايونه جوړ کړي.

د تاجيکستان او افغانستان د سرحد يوه برخه
د تاجيکستان او افغانستان د سرحد يوه برخهانځور: DW/G. Fashutdinov