1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان د افغانستان سره په سرحد ساتلو کي د اروپايي ټولني نه د مرستي غوښتنه کړې

۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د تاجکستان د ملي امنيت د سرحداتو د قومندان مرستيال شرف فيض الله يف په دوشنبې کي خبريالانو ته ويلي دي چي د افغانستان له اړخه ډير خطر متوجه دی.

https://p.dw.com/p/R9ep
د تاجکستان- افغانستان په سرحدي سيمه کي يو روسی عسکر د څار پر مهال
د تاجکستان- افغانستان په سرحدي سيمه کي يو روسی عسکر د څار پر مهالانځور: AP

هغه ويلي په افغانستان کښي د تروريزم په وړاندي مبارزه کښي نړيوالو ځواکونو و نه سوالی کولای چي هلته ثبات ټنگ کړي، چي د هغه د لاسه اوس تاجکستان ته ډيره ستونزمنه ده چي د هغه هيواد سره خپلي پولي و ساتي.

تيره ورځ په دوشنبې کي د مرکزي آسيا د سرحدونو د امنيت ساتلو د ابتکار کمېټي خپله ۹ غونډه وکړه.

په دې غونډه کي فيض الله يف وويل چي :« په افغانستان کښي ايتلافي ځواکونه نه سي کولای چي د هغه هيواد په شمال کي ثبات ټنگ کړي، کومه سیمه چي د تاجکستان سره پوله لري. په وار وار د هغې سیمي څخه زموږ پر خواره باندي ډزي سوي. زموږ ځواکونه او وسايل کافي نه دي.»

هغه وايي د تاجکستان- افغانستان په سرحدي سيمه کي د پخواني شوروي اتحاد څخه موږ ته په ميراث يوازي څو زيربينايي ودانۍ راپاته دي چي هغه هم زړې سوي او د استفادې وړ نه دي.

فيض الله يف وايي « موږ غواړو چي دغه ستونزه هر څه ژر هواره سي، ځکه چي په سرحدي سيمي کي وضعه ښه نه ده، او زموږ سره بايد اوس مرسته وسي نه لس کال بعد.»

د مرکزي اسيا سره د افغانستان د سرحد ساتل ددغو هيوادونو لپاره تر ټولو اړین کار دی.
د مرکزي اسيا سره د افغانستان د سرحد ساتل ددغو هيوادونو لپاره تر ټولو اړین کار دی.انځور: AP

د افغانستان- تاجکستان سرحد ۱۳۴۴ کيلومتره اوږد والی لري. د افغانستان څخه چي د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره سرحد لري د هغه هيواد ۲۰٪ نشه يي مواد و روسيې او او نورو اروپايي هيوادنو ته قاچاقيږي.

په دې غونډه کي د اروپايي ټولني استازي پيرول موريلم ، په رسمي توگه د دوشنبې سره د مرستي اعلان وکړی.

هغه د تاجکستان د جمهورريس امام علي رحمان سره تر کتني وروسته په دوشنبې کي خبريالانو ته وويل چي: « موږ به د مرکزي آسيا په سرحدي چارو کي خپلو مرستو ته پراختيا ورکړو.»

هغه وويل چي د مرکزي اسيا سره د افغانستان د سرحد ساتل ددغو هيوادونو لپاره تر ټولو اړین کار دی.

موريلم وايي چي: « د همکاريو پراختيا دا معني ورکوي چي مرستي هم پراختيا مومي او موږ و دې ته تيار يو چي په دې برخه کښي مرستي وکړو.»

بله خوا داسي اوازې وې چي روسيه غواړي د تاجکستان- افغانستان پولي ته عسکر وليږي.

خو د تاجکستان د ملي امنيت د سرحدي قومندان مرستيال شرف فيض الله يف ويلي دي چي ددغه هيواد ټولي پولي به چي په هغه کي د افغانستان سره پوله هم راځي په خپله تاجکي ځواکونه ساتي.

هغه وويل، روسيې هيڅ وخت په رسمي توگه دا وړانديز نه دی کړی چي د تاجکستان سرحداتو ته ځواکونه لیږي.

هغه وايي تاجکستان کافي سرحدي ځواکونه لري چي خپلي پولي و ساتي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل