1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان مسجد ته د ځوانانو پر ورتگ بنديز لگوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

تاجک دولت چي د زيات وخت راهيسي په خپل هيواد کي د اسلامپالو سره په جگړه بوخت دی غواړي د نوي قانون له مخي د اسلامپاله توندلاريتوب مخه ونيسي.خو د هيواد يو شمېر عالمان د دولت دغه اقدام د ديني آزادۍ په وړاندي لوی بريد بولي.

https://p.dw.com/p/11ei9
ولسمشر امام علي رحمان
ولسمشر امام علي رحمانانځور: DW

د تاجکستان هيواد لومړي گامونه پورته کړي دي چي په خپل هيواد کي و مسجدونو او نورو عبادت ځايونو ته د کم عمرو او ځوانانو پر ورتگ بنديز ولگوي. د نوموړي هيواد ولسي جرگې د مور او پلار د مسؤليتونو په نوم هغه قانوني مسوده تصويب کړېده چي له مخي يې د کم عمرو او ځوانانو په ديني ځايو کي ښکېلول غېر قانوني گرځول سوي دي.

د تاجکستان چارواکو ويلي دي چي دغه گام يې په هيواد کي د مذهبيت او توندلاريتوب د مخنيوي لپاره پورته کړی دی. نوموړی هيواد په غرونو کي د اسلامپالو سره په جگړه بوخت دی.

د تاجکستان مذهبي مشرانو او عالمانو دغه قانون د ديني آزادۍ په وړاندي د حکومت لخوا يو لوی بريد بللی دی. نامتو عالم اکبر تُورانږوده ويلي دي چي حتی د شوروي پر وخت د دين پر ضد داسي محدوديتونه نه رامنځ ته کړل سوي لکه د ولسمشر امام علي رحمان په واک کي چي رامنځ ته کيږي. نوموړي زياته کړې چي که دولت د دين ساتنه کول نه غواړي نو خلک به د خپل دين دفاع په خپله وکړي.

د هيواد ديني علماؤ دا هم ويلي دي چي دغه ډول قوانين ښايي د تاجکستان د ولس ديني احساسات داسي راوپاروي چي پدغه هيواد کي د 1990 کلنو په څېر خونړۍ کورنۍ جگړه رامنځ ته سي. په 90 لسيزه کي په تاجکستان کي خونړۍ جگړې د لسگونو زرو ولسي کسانو ژوندونونه اخيستي ول.

تاجکستان د افغانستان سره 1340 کلومتره سرحد لري چي د تاجکستان د دولت په وينا يو شمېر توندلاري اسلامپال پر دغه سرحد واقع غرونو د خپلو بريدونو لپاره کاروي.تېر کال د تاجکستان ولسمشر رحمان د خپل هيواد پر زده کوؤنکو ږغ کړی ؤ چي د اسلامي جامو د اغوستلو څخه ډه ډه وکړي.

د تاجکستان ولسي جرگې د مور او پلار د مسؤليتونو په نوم د قانون مسوده تسويب کړېده خو دا لا نده جوته چي ايا د هيواد د مشرانو جرگه يا سنا به هم دغه ومني که څنگه.

د مساجدو څخه د ليدنې تر څنگ د نوي اساسي قانون په مسوده کي د ځوانانو لخوا د سگريټ او شرابو پر چښلو هم بنديز لگول سوی دی او انجونو ته د واليو علاوه د نورو گېڼو اغوستلو اجازه نه ده ورکول سوې.

رائټرز/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش