1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان او چین د افغانستان پولې ته نزدې پوځي مانورونه کوي

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

تاجیکستان د پنجشنبې په ورځ له چین سره د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. دغه تمرینونه د افغانستان پولې ته نزدې ترسره کیږي او په سیمه کې د امنیت د ښه کولو په موخه د چین د هڅو یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/2RT9z
China Russland gemeinsame Manöver
انځور: picture-alliance/AP Images/Color China Photo/Z. Lei

د تاجیکستان د دفاع وزارت د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه تمرینات به د تاجیکستان پر خاوره د اکتوبر تر ۲۴مې نیټې پورې دوام وموندي چې په کې لږ تر لږه ۱۰ زره سرتیري شامل دي. په دې تمریناتو کې پوځي وسایط او الوتکې ګډون لري.

تیره میاشت تاجیک چارواکو خبر ورکړ چې چین به له افغانستان سره د دې هیواد پر ۱۳۰۰۰ کیلو متره پوله باندې امنیتي بنسټونه قوي کړي. له همدې پولې څخه ډیر وخت د مخدره موادو د قاچاقو لویه برخه ترسره کیږي.

چین، تاجیکستان، پاکستان او افغانستان د روان کال په لومړیو میاشتو کې د ترهګری پر ضد د مبارزې پر سر توافق کړی وو.

د پخواني شوروي په غړو هیوادونو کې امنیتي موضوع ګانې څو کاله مخکې یوازې روسیې پورې مربوطې وې او همدې هیواد به یې د حلولو له پاره اقدام کوو.

خو په وروستیو وختونو کې د روسیې او چین په مشري د شانګهای د همکاریو سازمان له رامنځ ته کیدو سره، وضعیت بدلون موندلی دی. د پخواني شوروي اتحاد څلور غړي هیوادونه، هند او پاکستان هم د دې سازمان غړیتوب لري.

په اګست میاشت کې په قرغزستان کې د چین پر سفارت باندې یوه ځانمرګي برید، په سیمه کې د امنیت له راتلو سره د چین لیوالتیا وښوده. قرغزي چارواکو د دغه برید پړه، چې په پایله کې یې درې کسان ټپیان شول او یوازې برید کوونکی ووژل شو، پر ایغور یاغیانو باندې اچولې وه.