1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاميلي پړانگانو په سري لنکا کې هوايي بريد تر سره کړ

۱۳۸۶ فروردین ۶, دوشنبه

په لومړي ځل د سري لنکا يوې ياغي ډلې د نوموړي هېواد په يوې نظامي هډه باندې هوايي بريد کړی دی. د »تاميل ايلام پړانگانو« نومي ډلې د يوې سپکې الوتکې څخه د پلازمېنې کولمبو د هوايي ډگر د نظامي برخې په ودانيو باندې بمونه غورځولي دي.

https://p.dw.com/p/DKEx
لږ تر لږه درې تنه عسکر ووژل ‍شول او شپاړس تنه ژوبل شوي هم دي
لږ تر لږه درې تنه عسکر ووژل ‍شول او شپاړس تنه ژوبل شوي هم ديانځور: AP
لږ تر لږه درې تنه عسکر ووژل ‍شول او شپاړس تنه ژوبل شوي هم دي. د هوايي ډگر ملکي برخې ته زيان نه دی رسېدلی، خو بيا هم د حکومت لخوا وتړل شو. څه موده وړاندې حکومتي ځواکونو د نوموړي هېواد په شمال او شرق کې د ياغيانو په پوستو او پټنځايونو باندې هوايي ډزې کړې وې. د سري لنکا د پلازمېنې د هوايي ډگر بمباري د ياغيانو په غبرگون کې وشوه. تاميلي پړانگانو د نورو هوايي بريدونو گواښ کړی دی.