1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تام کونيگس غواړي چې له خپلې دندې گوښه شي

۱۳۸۶ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان د شنو گوند سياستوال تام کونيگس غواړي چې د کال تر پايه پورې له خپلې دندې څخه لېري شي. ښاغلی کونيگس دا مهال د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی دی.

https://p.dw.com/p/DKHL
د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کړی
د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کړیانځور: dpa - Bildfunk
دغه خبره ښاغلي کونيگس په کابل کې د آلمان يوې معتبرې ورځپاڼې ته کړې ده. د ملگرو ملتونو نوموړي ځانگړي استازي له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کړی دی. تام کونيگس له 2006 م کال راهيسې د UNAMA استازی دی چې غواړي په هېواد کې دموکراسي او يوه کاري اداره او نظام رامنځته کړي. دا چې له خپلې دندې څخه تر استعفا وروسته به دی څه کوي په دې اړه يې څه نه دي ويلې. مخکې له دې چې ښاغلی کونيگس افغانستان ته راشي نوموړی د آلمان د بهرنيو چارو د پخواني وزير يوشکه فيشر نژدې ملگری او يو کال د آلمان د حکومت د بشري حقوقو د چارو استازی پاته شوی دی.