1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تام کونيگس په افغانستان کې د ناټو د دوامدار ماموريت څخه اخطار ورکوي

۱۳۸۵ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيگس په نوموړي هېواد کې د ناټو د دوامدار ماموريت څخه اخطار ورکړی دی. هغه د وخت چوکاټ چې په افغانستان کې بهرني ځواکونو منل او زغمل کېږي اوس د ده په وينا په تنگېدو دی. دغه څرگندونې نوموړي د آلمان ARD ټلويزيوني شبکې سره په يوه مرکه کې وکړې.

https://p.dw.com/p/DKAa
په اوږده مهال کې د نظاميانو شتون په سيمه کې د کونيگس په وينا «نه موږ زغملی شو، نه افغانان»
په اوږده مهال کې د نظاميانو شتون په سيمه کې د کونيگس په وينا «نه موږ زغملی شو، نه افغانان»انځور: dpa - Bildfunk
په اوږده مهال کې د نظاميانو شتون په سيمه کې د کونيگس په وينا «نه موږ زغملی شو، نه افغانان»، ځکه بايد امنيتي ځواکونه وروزل شي، عدلي او حکومتي جوړښتونه پياوړي شي، تر څو چې افغانان پخپله دغه دندې په غاړه واخلي. کونيگس سره له دې په زغرده د افغانستان په جنوب کې د ناټو د پيل شويو عملياتو هر کلی وکړ او پخوانيو تېروتنو ته يې گوته ونيوله. «هر څوک سوله غواړي. خو بې د ناټو د شتون څخه سوله نه شي رامنځ ته کېدای. که له پيل څخه داسې کلک تدابير نيول شوي وای ښايي چې طالبان به بيا راڅرگند شوي نه وای.« پرته له دې د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی د افغانستان لپاره د پرمختيايي پروژو زياتېدل غوړي، په تېره بيا د هېواد په نا ارامو جنوبي او شرقي ولايتونو کې.