1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تايلنډ د بمونو لړۍ لړزولی دی

۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د تايلنډ پوځ د بريدونو له يوې ترتيب شوې لړۍ څخه خبرې کوي: د څو ساعتونو په ترڅ کې د پوکېټ په ټاپو او د هېواد په جنوب کې لږ تر لږه اته بمونه والوتل. څلور انسانان پکې مړه شول.

https://p.dw.com/p/1JgwL
انځور: picture-alliance/AP Photo

لومړي وزير پرايوت چانوچا، پر ولس باندې د آرام پاته کېدو غږ کړی دی. د ده په خبره لا څرګنده نه ده چې د بريدونو تر شا څوک ولاړ دي. خو داسې ښايي چې بريدګرو غوښتل ډار او ګډوډي خپره کړي. په بانکاک کې د سياسي چارو کتونکو سمدلاسه په جنوب کې مېشتو هغو مسلمانو پاڅون کوونکو ته ګوته ونيوله، چې له کلونو راهيسې د تايلنډ د دولت پر وړاندې جګړه کوي.

درې آلمانان هم ژوبل شول

لومړني بمونه د پنجشنبې په ورځ د سيلانۍ په هواهين نومې سيمه کې وچاودل. دغه سيمه د پوکېټ په ټاپو کې د لامبو يوه ځای ته څېرمه پرته ده. يوه تايلنډۍ پلورونکې ووژل او تقريبا ۲۰ انسانان ټپيان شول.

د لږ تر لږه لسو ژوبل شوو بهرنيو سيلانيانو په منځ کې د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت د څرګندونو له مخې درې آلمانان هم شتون لري.

نور مطالب:

په يوه روغتون کې وويل شول چې سربېره پر هغوی هالنډيان، ايټالويان او اتريشيان هم متضرره شوي دي. د ځايي رسنيو په حواله بمونه په يوه څلورلاري کې وچاودل چېرته چې د بهرنيو سيلانيانو د علاقې وړ بارونه پراته دي. دا داسې وخت وو چې ډېر تايلنډيان د اوونۍ د پای له پاره دغې سمندري سيمې ته ورغلي ول. يوازې دولس ساعته وروسته بيا په نورو چاودنو کې يوه بل انسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. د فرانسې د خبري اژانس خبريالان له داسې ټپيانو څخه خبرې کوي چې په وينو لړلي پر سړک باندې پراته ول.

په هواهين کې پلټنې پيل شوې دي

دوه نور تروريستي بريدونه د تايلنډ په جنوب کې وشول، يعنې له هواهين او پوکېټ څخه يو څو سوه کيلومتره لېرې. په «صورت ثاني» نومي ولايت کې د چارواکو په خبره د ښاروالۍ يوه کارکوونکې ووژل شوه کله چې د سمندري پوليسو د حوزي مخکې بم والوت.

يو بل بم چې څلور سوه متره بل لوري ته د پوليسو د يوې بلې حوزې مخکې ځای پر ځای شوی وو، مرګژوبله وانه ړوله. د ترانګ په نوم ولايت کې هم يو انسان، يوه بل بريد وژلی دی.

ولسپوښتنې ته خونړی ځواب؟

پوځي جنرال دانای کريتمېتاوي، ژورناليستانو ته وويل چې «ټول بمي بريدونه سره ورته نخښې نښانې لري» او دا چې «موږ په اوس وخت کې داسې انګېرو چې ښايي دا به يوه همغږې شوې د بريدونو لړۍ وي.»

نوموړي زياته کړه چې د اصلي انګېزې او لامل په اړه څرګندونې په دې وخت لا نه شي کېدای. د جمعې په ورځ، په تايلنډ کې د ملکې سيريکيت، ۸۴مه کليزه لمانځل کيږي. دا چې آيا د دغو مراسمو او د بمونو د لړۍ تر منځ کومه اړیکه شته که نه، لا څرګنده نه ده.

داسې هم کېدای شي چې دغه بريدونه به د تېرې اوونۍ ناندرئيز رفرنډم يا ولسپوښتنې ته خونړی ځواب وي چې په مرسته يې د پوځي رژيم له خوا وړاندې شوی نوی اساسي قانون منظور شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب