1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: اروپا باید د کډوالو کړکیج د حل لپاره څه وکړي؟

زیګمار ګبریل، دیوید میلیباند۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

د آلمان د صدراعظمې مرستیال زیګمار ګبریل او د انګلستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دیوید میلیباند، په دې باور دي چی اروپاو او نړۍ باید د کډوالو کړکیج د حل لپاره یو ځای کار وکړی.

https://p.dw.com/p/1GiW7
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: Reuters/D. Michalakis

د سوریې تر کورنۍ جګړې څلور کاله وروسته اوس اروپایي او امریکايي مشران نه شي کولی چې د کډوالو کړکیج له پامه وغورځوي. د امریکا حکومت چی په منځني ختیځ کې تر ډیرې کچې ښکیل دی، په دې باور دی چې د کډوالو کړکیج د اروپا ستونزه ده. تر اوسه پورې د اروپا غبرګون هم له یوې داسې ټولنې څخه چې انساني ارزښتونو ته د احترام او د بشري حقوقو ساتنې پر اساس جوړه شوې وي، ډیر توپیر لري:

کله چې د یونان د لیسبوس ټاپو ته له یوه رسیدلی سوریایي څخه وپوښتل شول چې ولي په سختو لارو له ترکیي څخه اروپا ته راغلی، نو هغه وویل: «په حلب که هغوی موږ وژني«

د زرهاوو سوریایانو اروپا ته د راتګ لامل همدا دی. هغوی د پناه غوښتني لپاره خپل غوښنتلیک د مرګ نه د تیښتی لپاره ثبتوی کوم چی د ۱۹۵۱کال د کډوالو د تړونلیک اصلي ماده ده.

په خواشینۍ سره چې دوی د هغه ۲۰میلیونه کډوالو چې د جګړې او د مرګ له ویري بهر ته تښتیدلي او ۴۰ میلیونه نور چې د کور دننه بی ځایه شوي یوه کوچنۍ برخه جوړوي او دا د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) د معلوماتو له مخې تر اوسه د کډوالو تر ټولو لوړ شمیر دی.

د دې انساني غمیزې لامل باید په بنیادی توګه حل شي. د اروپایي ټولنې د مشرانو لپاره دا ضروري ده چې د دې ټولنې له دیپلوماتیک، سیاسي او پرمختیایي بې ساري ترکیب څخه په کار اخیستو سره د سولې ضعیفې پروسې ته یو ځل بیا ځان ورکړي او دوي باید دې تاوتریښوالي ته چی په اوسط ډول هره ورځ د ۴۲۵۰۰خلکو د بی کوره کیدو لامل ګرځي، د پای ټکې کیدي.

خو په افغانستان، سومالیا او نورو هیوادونو کې د لسیزو ناکراریو ته په یوه شپه کې د حل لار نه موندل کیږي او هغه کسان چې له سوریي تښتیدلي تر کلونو د بیرته تګ فکر هم نه کوي. ځکه خو د بې کوره شویو او د کډوالو کوربه هیوادنو ته د دوامداره پرمختیایي او بشري مرستو سخته اړتیا ده.

د سوریي ګاونډیو سره باید مرسته وشي

Sigmar Gabriel
زیګمار ګبریل، د آلمان د صدراعظمې مرستیا، د اقتصاد وزیر او د سوسیال دیموکرات ګوند مشرانځور: imago/IPON

سوریه تر ټولو لوی او ژور زخم دی. د دې هیواد ګاونډي لکه اردن او لبنان مستقیمو مالي او پرمختیایي مرستو ته اړتیا لري ترڅو د سوریي کډوالو لپاره بنسټونه جوړ کړي، خپل ملکي خدمات پراخ کړي او د کډوالو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه مساعده کړي.

له څلور میلیونو نه هم ډیرو کډوالو ته د ځاې ورکولو په دلیل د ترکیي، اردن، لبنان او عراق اقتصاد او لومړني خدمات د ویجاړیدو په حال کې دي. یوازی په اردن کې تر ۲۰۱۶کال پورې د سوریي کډوالو د کوربه توب لګښت ۴،۲میلونه ډالر اټکل شوی دی. د دغو هیوادونو د اقتصاد د بیا پر پښو درولو لپاره د نړیوال بانک او نورو نړیوالو مالي سازمانانو پانګه اچونه اړینه ده. د مدیترانې سیند د سختو لارو څخه د زرهاوو نورو خلکو د تیریدو د مخنیوي لپاره دا هم اړین دي چې د کډوالو په کوربه هیوادو کې د تاوتریښوالي مخنیوی وشي.

د کډوالو لپاره د خوراکي توګو او روغتیایي مرستو لیږد هم له ستونزو سره مخامخ دی. موږ د اروپا، امریکا او عربي هیوادونو یو مشترک اقدام ته اړتیا لرو چی له هغو موسسو سره مرسته وکړې چې له کډوالو سره کمک کوي. همدا راز نړیوال مرستندوی کنفرانس باید په سیمه کې د بیارغونې او پانګونې یو چټک پلان ولري.

د دی چټک پلان یوه بله مهمه برخه باید د اروپا، امریکا او کانادا په څیر پر مختللو هیوادونو کې د کډوالو لپاره د یوي قانوني لارې پرانیستل وي. بیامیشونه، بشری مرستې، له کورنۍ سره یو ځای کول او نور داسې موارد هم کولې شي چې د قاچاقبرو له خوا د کډوالو د زوروني مخنیوی وکړي.

د کډوالو په ځای پر ځای کولو کی ځینې هیوادونو رښتینې بشري رهبري ښوولې او بیا ځینی نورو هیوادونو دا هوډ نه دی ښوولی چی کډوالو ته ځای ورکړي. په یوه اوونې کې آلمان ته په اورګاډي کې له هغه څخه ډیر کډوال رارسیدلي چې انګلستان هوډ کړی په پنځو کلونو کې یې ومني. اروپایي مشران باید د دي موضوع پر وړاندي یو عادلانه او منظم چلن ولري.

ګډ مسوولیت، یو نړیوال غبرګون

د کړکیج کابو کولو لپاره یوه ګټوره ستراتیژي دا ده چی د هغو کسانو غوښتنلیکونو ته ځواب ورکړل شي چې اروپا ته رارسیدلي دي. د دې کار لپاره هم باید اروپایي ټولنه یو څه چټک ګامونه پورته کړي.

لومړې خو دا چی اروپا ته رارسیدلو کډوالو سره انساني او ابرومندانه چلن وشي. اروپایي ټولنه باید د مدیترانې سیند له لاری کډوالو د رارسیدو سیمو ته مالی او تخنیکی مرستې وکړي. دا په دې معنی چې د اوسنیو سختو شرایطو په ځاې، هغه کډوال چی د مدیتراني سیند نه تر تیریدو وروسته دې سیمو ته رارسیږي نو باید خوراکی موادو، صحی مرستو، امن استوګنځای او تشنابو ته لاسرسی ولري .

David Miliband Flash-Galerie
دیوید میلیباند، ه ۲۰۰۷کال څخه تر ۲۰۱۰کاله پورې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانځور: AP

دویم دا چې اروپایي ټولنه باید په دې باور نه وي چې د مدیترانې سیند د لارې راتلونکي کډوال د دې ټولنی د ساحلي هیوادونو مسوولیت ګرځي. د سږ کال تر دې دمه ۲۴۵۰۰۰کډوال یوازی یونان ته رارسیدلی او کریسمس نه تر مخی تمه کیږي چې ۲۰۰۰۰۰نور کډوال هم راشي. خو د جولای په میاشت کې اروپایي ټولنی دا تصمیم ونیو چی له ایټالیا او یونان څخه به ۱۲۰۰۰۰کډوال د دې اتحادیي په نورو غړو هیوادو وویشي. په دې پالیسې کې هم باید بدلون راشی او د یوانکر پلان د سهمیي پر بنسټ د بیا ځای پر ځای کول یوجدی تګلاره ده او زموږ ملاتړ ته ضرورت لري.

دریم دا چې په اروپا کې د پناه غوښتنې یوي ګډې، مناسبې او عادلانه پالیسې ته اړتیا شته. دا تګلاره باید وښيي چی ټول غوښتنلیکونه د نړیواله معیارونو پر اساس دوران مومي او د دې تګلارې پر بنسټ باید د اروپایي ټولنې ټول غړي هیوادونه یو شمیر کډوال ومني. د یوانکر پلان هم سم دی او دا تګلاره ټینګار کوي چې هغه کډوال به بیرته خپل هیواد ته ستانه شي چې د کډوالي د غوښتنی حق نه لري.

اوس د یووالې وخت دی

هیڅ یو هیواد هم نه شي کولاې چی دې لوی کړکیج ته په یوازی ځان د حل لاره پیدا کړي. په حقیقت کې اروپا هم نه شي کولاې چی د حل لار پیدا کړي. نړیوال کړکیج یو نړیوال حل ته اړتیا لري. خو اروپا کولای شي د امریکا، عربی او نورو هیوادونو د کډوالو کړکیج پر وړاندې تګ لارې په جوړولو کی برلاس ولري.

همدا راز دا د یو ایدیال انساني یووالې د انځور په واقعیت بدلولو یو فرصت دی. د اروپا مشران باید د لسبوس له خلکو څخه درس واخلي چي اوس مهال په شمالي سواحلو کې کډوالو ته د خوراکي موادو، کمپلو او صحي کمکونو برابرولو کې بوخت دي. په رضا کارانو کې هغه کسان هم شته چی نیکونو یی له دویمې نړیوالې جګړې څخه د تیښتی پر مهال سوریي ته پناه وړې وه. دا د ټولو له پاره یوه بیلګه پاتې کیدای شي.

زیګمار ګبریل، د آلمان د صدراعظمې مرستیا، د اقتصاد وزیر او د سوسیال دیموکرات ګوند مشر

دیوید میلیباند، له ۲۰۰۷کال څخه تر ۲۰۱۰کاله پورې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر وه او اوس د نجات نړیواله کمیټی بشري سازمان چې په نیویارک کې یې مرکز دی مشر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب