1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: اروپا د کډوالو ښځو په ساتنه کې پاتې راغلې

۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

د کډوالو په کمپونو کې د جنسي تیري ډیرې لږې پیښې برملا شوي دي خو د نه ثبت شویو قضیو شمیر ډیر لوړ دی او اوس باید په اقداماتو لاس پورې شي.

https://p.dw.com/p/1GmkU
Deutschland Symbolbild Flüchtlinge Gewalt gegen Frauen und Kinder
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د تشنابونو اوږده دهلیزونه، نه قلفیدونکې دروازې او د نارینه او ښځینه کډوالو لپاره ګډ عام ځایونه د کډوالو د کمپونو حقیقت دی. د کډوالو دا کمپونو د هغو ښځو او ماشومانو لپاره چې له جګړې او تاوتریښوالي تښتیدلي دي، یو امن ځاې نه شمیرل کیږي.

حقیقت خو دا دی چې ښځې او ماشومان په دې کمپونو کې ډیر اسیب پذیره دي، او په ډیرو پیښو کې د هغه هیواد په ژبه نه پوهیدل چیرې چې دوې د پناه غوښتنه کړې ده، د دې لامل ګرځي چې دوی نه پوهیږي له چا څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د دې پیښو عاملین هر څوک کیداې شي کله له تاوتریخوالي ډک د ژوند یو ملګری، یو بد هم اطاقي، د کمپونو هغه کارکوونکې چې د ټولو خونو کیلي لري او یا هم هغه رضاکار چې له ماشومان جنسي ناوړه استفاده کوي.

پناه غوښتنه او محافظت

د نه ثبت شویو قضیو شمیر ډیر لوړ دې او په دې اړه د ښځینه کډوالو لپاره مرسته کوونکو سازمانونو لکه د آلمان د بشري حقوقو انیستیتوت او فدرالي آزاد کمیشنر هم خپلې اندیښني څرګندې کړې دي. هغوی غواړي چي د ښځینه کډوالو او ماشومانو د محافظت له پاره باید جدي اقدامات وشي.

د محافظت له پاره دا اقدامات باید په کمپونو کې له ځینې بدلونونو راوستلو څخه پیل شي: لکه د یوازې ښځو او مورګانو له پاره د ځانګړیو ځایونو جوړول. د بیلګي په توګه په هامبورګ ښار کې د ښځو لپاره بیلې خیمې جوړې شوې دي چې د هغوی د زورونې څخه مخنیوې کوي. همدا شان باید مسوولین هم په دوامداره توګه په کمپونو کې د ښځو د ستونزو اوریدلو له پاره راشي او له هغوی سره مرسته وکړي.

همداسې باید په قانوني دستورالعمل کې هم ځینې بدلونونه راشي. د کډوالو مغلق قوانین د محافظت له قوانینو سره په ټکر کې دي. مثلا د کورني تاوتریښوالي په قضیه کې د تاوتریښوالي عامل د پولیسو له خوا د کور څخه په زور بهر کیږي خو په کمپونو که د تاوتریښوالي عامل د کډوالو د قانون له مخې مجبور دی چې په هماغه ځای کې پاتې شي او یوازې کولای شي د کډوالو د چارواکو په اجازه خپل استوګنځاې بدل کړي. همدا شان کله چې یوه ښځه دا ویره ولري چې کیدای شي څوک پرې جنسي تیري وکړي او وغوواړي د کډوالو یو بل کمپ ته لاړه شي نو د کډوالو د قانون له مخې دا کار نه شي کولای او باید په عین کمپ او عین ښار کې پاتي شي.

Deutschland Bonn Flüchtllinge Nesrin aus Syrien
انځور: DW/M. Gopalakrishnan

بشري حقوقو ته ژمنه

دا یوازې هغه ستونزې دي چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریښوالي، جنسي تیري او حملو د قضیو له ثبت څخه وروسته برملا شوي دي. دا یو داسې موضوع ده چې له پخوا ورته دومره پام نه دی شوی او یوازې یو څو ادارې په دې اړه کار کوي چې د هغوی د کار نتیجه هم له ډیر ځنډ څخه وروسته معلومیږي او د تاوتریښوالي قرباني ښځو او ماشومان سره د کومې خاصي مرستې ژمنه هم نه کوي.

دا پوښتنې او اندیښنې باید هغه وخت مطرح کړو چي د نویو کډوالو لپاره استوګنځایونه چمتو کیږي. په راتلونکې کې باید موږ په دې غور وکړو چې د کډوالو په کمپونو کې کارکوونکي مسلکي دي او که نه او یا هم د کډوالو کمپونه د ښځو او ماشومانو له پاره بیل ځایونه لري او که نه او همداسې باید پر دې خبرې هم تاکید وکړو چې ایا د ښځینه کډوالو د ستونزو اوریدو له پاره چارواکې شته او که نه.

او په پاې کې باید دا وویل شي چې دا د آلمانیانو اخلاقي دنده هم ده چې د تاوتریښوالې پر وړاندې د ښځو او ماشومانو محافظت وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل