1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: افغانستان د آلمان پوځ آرام نه پرېږدي

نينا وېرک هويزر۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت نه ختمېدونکې بڼه خپلوي. د زياتو کالونو ماموريت وروسته لا هم کوم پای نه تر سترګو کيږي. د نينا وېرک هويزر بشپړه تبصره دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/1HQcl
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

افغانستان د آلمان پوځ آرامه نه پرېږدي. په داسې حال کې چې تر ټولو لوی او له تلفاتو ډک د آلماني اردو ماموريت، چې مخفف يې «ايساف» و، يو کال مخکې پای ته ورسېده. خو دا چې د په اصطلاح «وروستي پوځي مراقبت» وروسته به د آلماني عسکرو بشپړ وتل پيل شي، دغه هيله، اوس د دفاع وزارت خاورو ته سپارلې ده. د سپتمبر مياشتې په پای کې طالبانو په ناڅاپي توګه کندز ونيو، هغه د افغانستان په شمال کې پروت ښار چې د آلماني عسکرو د کلونو اوږده حضور له کبله هم نسبتا خوندي بلل کېده.

دا چې امنيت په افغانستان کې څومره نسبي او ثبات څومره لنډمهاله دی، د کندز ټکان ورکوونکې پېښې وښودله. دغه ښار ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولوېد، او بيا نيول يې افغان ملي اردو يوازې د امريکايي ځواکونو په ډېر کلک ملاتړ وکولای شول. دا هغه سوال راپورته کوي چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه د امريکايانو، المانيانو او نورو له لاسه څومره اغېزمنه او پاتېدونکې ده.په څومره برياليتوب سره اوسنی د «قاطع ملاتړ» روزنيز ماموريت کېدای شي واوسي په داسې حال کې چې د افغان پوځ او پوليسو په منځ کې تلفات او بدلونونه داسې ډېر دي؟ او دا چې ډېر افغانان له هغه دولت سره چې دفاع يې بايد وکړي ښايي هومره وابستګي هم ونه لري؟

د ۲۰۱۶ کال په پيل کې د آلمان پوځ خپل ماموريت غځوي او د عسکرو نهايي شمېر هم ۱۰۰۰ تنو ته پورته کيږي. د هغوی په منځ کې پوځي مشاورين بايد افغان پوځ ته وښېي چې د طالبانو د بل لوی يرغل پر مهال دې هغوی څنګه ورسره اړين چلند وکړای شي. څرګنده ده چې يو کړکېچ ځپلی هېواد بايد يوازې پرې نه ښودل شي، بلکې ورسره بايد د مشورو او پيسو د لارې کمک وشي.

خو شک بايد هم څرګند شي چې آيا دغه کار ټول عمر دوام لرلای شي، که څنګه. د ډېرو نړيوالو مرستو سربېره د افغانستان ستونزې هغه ورته بڼه لري چې لس، اته يا پنځه کاله مخکې چې يې لرله: يعنې خرابه حکومتداري، اداري فساد او ناڅرګند اقتصادي لرليدونه. ورسره بيا له طالبانو سره د واک په سر جګړه، بريدونه او ناخونديتوب هم راځي. د لسونو زرو افغانانو له کبله چې په دې وروستيو کې يې خپل هېواد پرې ايښی دی يا يې غواړي پرېږدي، بايد سړی داسې وانګېري چې وضعيت لا خراب شوی دی. «زه غواړم چې وتښتم، آلمان ته څنګه تلای شم؟» دغه پوښتنه افغانان هغه مهال کوي چې په خپل وطن کې له يو آلماني سره مخامخ شي.

د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين په دې هکله د آلمان په ولسي جرګه کې يوه سمه څرګندونه کړې ده: دا هيڅ امکان نه لري چې آلمان په کلونو کلونو د افغانستان د ثبات له پاره عسکر ورولېږي، په داسې حال کې چې افغان مخور او ممتاز قشر خپل هېواد شا ته پرېږدي. افغانستان ته ثبات يوازې افغانان پخپله وربخښلی شي.

نينا وېرک هويزر
نينا وېرک هويزر