1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: انتخاباتي مبارزه د اخراج شوو افغانانو د ژوند په بیه

۱۳۹۵ اسفند ۶, جمعه

د سږني میلادي کال له پیل راهیسې دا دویم ځل دی چې آلمان رد شوي افغان پناه غوښتونکي خپل هیواد ته استوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټینگار لري چې هلته ځیني «امن ځایونه» شته. خبریاله سندرا پیترزمن دا خبره غلطه گڼي! ولې؟

https://p.dw.com/p/2YCBg
Deutschland Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk

د سږني میلادي کال له پیل څخه راهیسې خوا دا دویم ځل دی چې آلمان رد شوي افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته استوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټینگار لري چې هلته ځیني «امن ځایونه» شته. خبریاله سندرا پیترزمن دا خبره غلطه گڼي! ولې؟

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر غواړي په اصطلاح د هغه د خپلې خبرې له مخې په «پوره احتیاط» او په « پوره مسوولیت»، خو په عین وخت کې په ټینگ «هوډ» سره پناه وړنکي بیرته وباسي. البته دا د دغه آلماني وزیرخپل نظر دی. هغه استدلال کوي چې نور اروپايي هیوادونه، لکه ناروې او سویدن، هم رد شوي افغانان بیرته وباسي. خو دا د یوې اشتباه د اصلاح لاره نه ده چې نور یې هم مرتکب کیږي.

یو ان اچ سي آر: توپیر ممکن نه دی

هیڅوک دا خبره نه کوي چې ټول افغانستان کې امن دی، خو د دیمیزیر د آلمان لومړي تلویزوني چینل، ARD له خبري خپرونې سره په مرکه کې وویل چې گواکې «ځیني امن ځایونه شته»، حال دا چې د ملگرو ملتونو سپارښتنه بل ډول ده. 

تبصره کوونکي، زندرا پیترسمن
انځور: DW/Becker-Rau

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت له پاره د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) په یوه ارزونه کې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې څرگنده کړه چې په افغانستان کې «د امنیتي وضعیت چې په پر له پسې توگه بدلون مومي، د نړیوال محافظت د اړتیا د تثبیت لپاره خپله د ملگرو ملتونو نوموړې اداره نه شي کولای چې د مصوونو او غیر مصوونو سیمو تر منځ توپیر وکړي.» دا چې  ښاغلی دیمیزیر د «امن ځایونو» پر خبره ټینگار لري، دلیل بل څه نه دی، مگر د سپتمبر د میاشتي پارلماني انتخابات دي. 

انتخاباتي مبارزه 

د برلین د کریسمس پر یوه بازار کې د تیر کال په پای کې یوه تروریستي برید د خلکو په منځ کې موجوده ویره نوره هم زیاته کړه. نوي ښي اړخي ، «الترنتیف فېور دویچلند» یا « د آلمان له پاره بدیل» گوند د دغه ډار له پاره د انگلا مېرکل د مهاجرو سیاست گرم گڼي. نشنلیستي او عوام پال تبلیغات پر حقایقو پرده اچوي. 

د آلمان فدرال حکومت غواړي د عمل اقدام او زور ښکاره کوي تر څو رای ورکونکي راخپل کړي. دغه حکومت افغانستان ته د مهاجرو د اخراج ممانعت لغوه کړ، که څه هم امنیتي وضعیت هلته ډير سخت خراب شوی دی.

د ولسي وگړو مرگ ژوبلو ریکارد مات کړ

له ۲۰۰۹ کال څخه را په دې خوا ملگري ملتونه په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبلې مستند کوي. په تیر میلادي کال کې د ملگرو ملتو احصائیه څرگندوي چې ۱۱۴۱۸ ملکي خلک وژل شوي اویا ټپیان شوي دي، هغه یو شمیر  چې له ۲۰۰۹ کال څخه را په دی خوا بې ساری دی. د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ کې یې جگړه روانه ده، څه دپاسه ۶۵۰ زره خلک له خپلو کلیو او بانډو څخه تښیتدلي دي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې ښايي نیم ملیون نور خلک هم د جگړو له امله د خپلو ټاټوبو او سیمو پریښودو ته مجبوره شي. سربیره پر دې په سلهاو زره نور افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بیرته خپل هیواد ته ستنیدو ته مجبوره کړای شوي دي. هغوی هغه یو هیواد ته بیرته ستنیږي چې هلته نه کار لري او نه هم امنیت. دوی هغه هیواد ته بیرته ستیږي، چیرته چې د ټوپک په زور حکومت کیږي. افغان حکومت د دې توان نه لري چې له خپلو خلکو ساتنه وکړي. هغه کې اختلافات ډير ژور دي او په بشپړه توگه بهرنیو مرستو پورې تړلی دی. اروپايي هیوادونه خپلي مالي مرستې دې پورې تړلي دي چې افغان حکومت خپل رد شوي مهاجر بیرته ومني.

د خندا وړ استدالال

د آلمان د لومړي تلویزیون چینل سره په مرکه کې د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر وړاندې استدلال کوي چې د «طالبانو تروریزم» په اروپا کې له ترور سره یو توپیر لري، هغه دا چې: د هغوی (طالبانو) تروریستي بریدونه «د دولتي نظام استازو» ته ځير دي. هغه زیاتوي: «که څه هم عادي وگړي هم د هغو قربانیان دي، خو هغوی د حملو هدف نه دي او دا یو ستر توپیر دي.» دا د خندا وړ استدلال دی. 

وروسته کابو څلویښت کلونو دوامدارې جگړې څخه نن د افغانستان د اخ او دب په ډگر کې ۲۰ تروریستي ډلې جنگیږي. پر هغو سر بیره، ملیشه يې ځواکونه، جگړه ماران، پولیسي او پوځي ځواکونه هم په جگړو کې ښکیل دي چې هغوی هم د عامو خلکو د خوندی ساتنې په فکر کې نه دي. د خراب امنیتي وضعیت له امله امریکا متحده ایالاتو ځواکونه تر زیاتې کچې پر هوايي بمباریو تکیه کوي. په دغو بمباریو کې هم ولسي وگړي وژل کیږي.

کابل تر هدف لاندی

۴۳ پناه وړنکي  چې آلمان سږ میلادي کال اخراج کړل، کابل کې کښته شوي دي. د آلمان د حکومت په نظر د افغانستان پلازمینه امنیت لري. حال دا چې د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې د ملکي وگړو د قربانیانو شمیر ۷۵ سلنه زیات شوی دی. په دغه کال کې ۱۶ سترې حملې وشوې. څه د پاسه ۳۰۰ ولسي وگړي ووژل شول او څه د پاسه ۱۲۰۰ نور ټپیان شول.

د آلمان فدرالی جمهوریت اساسا حق لري چې وروسته له مسوولیت ډک انفرادي پلټني او تحقیق څخه یو رد شوی پناه وړنکی له خپل هیواد څخه وباسي. خو د افغانستان په اړه چې گواکې هلته د «امن ځایونو» څخه خبره کوي، دا له واقعیت سره سمون نه لري. ولسي وگړي په افغانستان کې په امن کې ژوند نه کوي. دا د شرم ځای دی چې بیرته استول شوي انسانان د آلمان د سیاست د لوبې توپ وگرځي.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: کوم دلایل په افغانستان کې د پناه غوښتنې د قبولۍ سبب گرځي. (27.012017)